BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:31 گرينويچ 2007 ,31 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'شوکت عزيز د محکمې د پرېکړې سپکاوي کړى'
د پاکستان لومړى وزير شوکت عزيز
سترې محکمې ښاغلى عزيز تورن کړ چې د پخواني لومړي وزير شريف د بېرته لېږلو تدبير دۀ کړى و
د پاکستان سترې محکمې د دغۀ هېواد لومړى وزير شوکت عزيز د محکمې د پرېکړې پر ماتولو تورن کړى دى.

قاضي القضات افتخار چودري لومړي وزير او يو شمېر نورو جگپوړو چارواکو ته د محکې د سپکاوې د تور د اورولو پر مهال پر ښاغلي عزيز نيوکه وکړه.

قاضي القضات وويل ښاغلي چودري د سترې محکمې د پرېکړې پرخلاف د پخواني لومړي وزير نواز شريف هېواد ته له ستنېدلو وروسته سمدستې د بېرته بهر ته لېږلو لارې چارې برابرې کړې وې. محکمې مخکې پرېکړه کړې وه چې نواز شريف کور ته د ستنېدو قطعي حق لري.

پخوانى لومړى وزير د سترې محکمې له دغې پرېکړې وروسته د سپتمبر په لسمه په اسلام اباد کې له اوه کاله جلاوطنۍ وروسته کوز شو. دى په ١٩٩١ کې د پوځ د مشر جنرال پروېز مشرف لخوا وپرځول شو.

د ښاغلي شريف الوتکه لږ وروسته له هغۀ چې په اسلام اباد کې کوزه شوه سعودي عربستان ته په الوتلو اړ ايستل شوه او دى يې يو ځل بيا جلاوطنى شو.

قاضي القضات افتخار چودري وويل: '' د سپتمبر تر شپږمې، داسې تدابير نيول شوي وو چې د دغې محکمې حکم د... لومړي وزير لخوا مات کړل شي.''

په محکمې کې د بهرنيو چارو يوۀ لوړپوړي چارواکي او د پاکستان د هوايي شرکت PIA د يوۀ استازي لخوا د ښاغلي شريف د بېرته لېږلو په اړه د تدابيرو شاهدي ورکړه. دوى وويل دوى ته لارښوونه شوې وه چې د سپتمبر لسمې ته الوتکه چمتو کړي چې يو مهم سړى له اسلام اباده د سعودي عربستان جدې ښار ته يوسي.

په پاکستان کې د محکمې د پرېکړې سپکاوى کولى شي گرم کس تر شپږو مياشتو پورې زندان ته ولېږي.

د لومړي وزير په وړاندې د محکمې قضيه د اوس لپاره د نومبر تر اتمې پورې ځنډول شوې ده.

د ښاغلي شريف له بېرته لېږلو څه باندې يوه مياشت وروسته، يوه بله پخوانۍ لومړۍ وزيره، بېنظير بوټو، له لس کلنۍ جلاوطنۍ وروسته هېواد ته ستنه شوه.

ورسره تړلي نور خبرونه
نواز شريف يې 'سعودې ته ولېږۀ'
10 سپتمبر, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت