|
پاکستان :سومرو منځمهالى لومړى وزير شو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف د مشرانو جرگې ريس محمد ميا سومرو د منځمهالې دورې لپاره د لومړي وزير په توگه وټاکۀ . ښاغلى سومرو به د جمعې په ورځ د خپلې نوې دندې لوړه کوي . دغه حکومت به تر ټولټاکنو پورې پر ځاى وي چې ښايي د ٢٠٠٨ کال د جنوري په مياشت کې وشي . ښاغلى سومرو ٥٧ کلن دى او د واکمن مسلم ليک گوند غړى دى . دى د سند په ايالت کې زيږيدلى او په ٢٠٠٠ کال کې د هغۀ ايالت والي ټاکل شوى و . ميا سومرو له ٢٠٠٣ کال څخه په مشرانو جرگې کې و او له هغه پيله د مشرانو جرگې ريس ټاکل شوى و . د شوکت عزيز په مشرۍ اوسنى پاکستاني حکومت د پنجشنبې ( د لړم ٢٤ د نومبر ١٥ ) د ماخوستن پر ١٢ بجو خپله پنځه کلنه دوره بشپړوي . په دغو پنځو کلونو کې ښاغلى عزيز د وروستيو درو کالو لپاره لومړى وزير و . دا د پاکستان په تاريخ کې لومړنى ځل دى چې کوم لومړي وزير خپله دوره تر پايه رسولې ده . شوکت عزيز اقتصاد لوستى او پاکستان ته تر راستنيدو وړاندې په متحدو ايالاتو کې په کار بوخت و . ډيرو ويل چې ښاغلى عزيز د پاکستان په سياسي کړيو کې ملاتړ نه لري خو د پنجاب له ايالت څخه ولسي جرگې ته بريالى شو او ولسمشر مشرف ورته د حکومت جوړولو بلنه ورکړه . نواز شريف او بېنظير بوټو چې د پاکستان پخواني لومړي وزيران و له ښاغلي عزيز سره د ټاکنو پر وخت سيالۍ ته نه و پرېښوول شوي . ښاغلي عزيز او مشرف په تيرو څو کلونو کې په پرله پسې توگه ويلي چې د پاکستان اقتصادي وضعه يې ښه کړې ده . خو بېنظير بوټو او نورو سياسي مخالفينو پر دوى پرله پسې نيوکې کړې دي او د ښاغلي مشرف د استعفى غوښتنه کوي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||