BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:14 گرينويچ 2007 ,16 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکاله مشرف دپوځي حالت ختمول غواړي
نيگروپونتې
نيگروپونتې به پر ولسمشر مشرف ټينگار کوي چې بيړنى حالت ختم کړي
متحدو ايالاتو يو لوړ پوړى چارواکى په پاکستان کې دى چې دغلته پر روان سياسي کړکيچ له چارواکو او د سياسي گوندونو له مشرتابۀ سره خبرې وکړي .

د سويلي اسيا لپاره د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو مرستيال وزير جان نيگروپونتې ښايي پر ولسمشر مشرف ټينگار وکړي چې بيړنى حالت ختم کړي او له مخالفينو سره خبرې اترې پيل کړي .

په همدې ترڅ کې د پاکستان د پيپلز گوند مشره او پخوانۍ لومړۍ وزيره بينظير بوټو په کور دننه له نظر بندۍ خوشي شوې او رسنيو ته يې ويلي چې دا له ښاغلي نيگروپونتې سره ليدو ته چمتو ده .

اغلې بوټو د محمد ميا سومرو پر ټاکنې هم خوښه نه ده . ښاغلى سومرو د جمعې له ورځې څخه د پاکستان د منځمهالي لومړي وزير په توگه ټاکل شوى دى .

پخوانۍ لومړۍ وزيرې ښاغلى سومرو د جنرال مشرف ملاتړى وبالۀ او غوښتنه يې وکړه چې د دۀ پر ځاى دې داسې کس او حکومت د منځمهالې دورې لپاره غوره شي چې د ټولو په خوښه وي .

بېنظير بوټو دا هم ويلي چې له خپل پخواني سيال او د مسلم ليگ گوند له مشر نواز شريف سره يې په دې برخه کې اړيکي ټينگې کړي دي .

اغلې بوټو وايي که چيرې ښاغلى سومرو او حکومت يې بدل نه شي نو دا او د ښاغلي شريف گوندونه به د جنوري په مياشت کې په کيدونکو ټاکنو کې برخه وانه خلي .

نژدې دوه اوونۍ وړاندې جنرال پرويز مشرف په پاکستان کې بيړنى حالت اعلان کړ چې له سختو بهرنيو او کورنيو نيوکو سره مخامخ شو .

ولسمشر مشرف د بيړني حالت د ختمولو وخت نه دى ښوولى خو ژمنه يې کړې چې د جنوري په مياشت کې به ټولټاکنې وکړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت