|
بېنظيره ازاده شوه، خو له چودري سره نه شي کتلى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په پاکستان کې پوليسو د گوښه شوي قاضي القضات له کتلو څخه د حکومت مخالفې مشرې بېنظير بوټو مخه نيولې ده. پخوانى قاضي القضات افتخار محمد چودري په هېواد کې د بېړني حالت له اعلانېدو سمدستي وروسته له خپلې دندې گوښه او په اسلام اباد کې په خپل کور کې توقيف شو. مېرمن بوټو خپله هم د جمعې ورځ په خپل کور کې د پوليسو تر څارنې لاندې تېره کړه. له کله چې ولسمشر پروېز مشرف تېره اوونۍ بېړنى حالت لگولى، مېرمن بوټو د ولسواکۍ د بېرته راگرځولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي. دا له مخکيني مهالوېش سره سم، پارلماني ټاکنې په راتلونکي جنوري مياشت کې غواړي چې ترسره شي. خو حکومت ويلي چې دغه ټاکنې به د فبروري له ١٥ څخه مخکې وشي. د پاکستان لوى څارنوال مالک محمد قيوم وايي چې بېړنى حالت به ښايي په يوه مياشت کې دننه پاى ته ورسېږي، خو نور جزيات يې نه دي ورکړي. مېرمن بوټو نن په کور کې له يوۀ ورځني توقيف څخه له خلاصېدو وروسته د بېړني حالت د پاى ته رسولو لپاره خپلې هلو ځلو ته ادامه ورکوي. دا له هغو خبريالانو سره په اعتراض کې يوځاى شوه چې پر رسنيو د بنديز په غبرگون کې يې غونډه کوله. هغې همدارنگه د لا زياتو اعتراضونو او مظاهرو د جوړولو غوښتنه کړې ده. ولسمشر جنرال مشرف تېره اوونۍ د دې لپاره بېړنى حالت اعلان کړ چې گواکې هېواد يې د ويجاړۍ پر خوا له تگه راوگرځي. هغه دوه لاملونه چې ولسمشر مشرف وايي د بېړني حالت اعلانولو ته يې اړ ايست امنيت ته د اورپکو گواښ او حکومت ته د قضايي سيستم گواښ وو. | ورسره تړلي نور خبرونه بوش:پاکستان کې ټاکنې تر سره کړئ08 نومبر, 2007 | نړۍ دپاکستان مخالف گوندونه پر اوضاع غږېږي07 نومبر, 2007 | نړۍ د پاکستان گوښه شوي قاضي د پاڅون غږ کړى06 نومبر, 2007 | نړۍ په پاکستان کې پوليس له لاريون کوونکو سره نښتي05 نومبر, 2007 | نړۍ په پاکستان کې پوليس له لاريون کوونکو سره ونښتل04 نومبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||