BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بوش:پاکستان کې ټاکنې تر سره کړئ

بوش
په واشنګټن کې د بي بي سي خبريال جانتن بېل وايي چې سپينه ماڼۍ په ولسمشر پرويز مشرف باندې د نيوکو په برخه کې له ډېر احتياط څخه کار اخلي.
د امريکا ولسمشر جارج بوش له پاکستاني ولسمشر پرويز مشرف سره د ټيليفوني خبرو پر مهال په پاکستان کې د ټاکنو د ترسره کېدو او له ښاغلي مشرف څخه د پوځي څوکۍ د پرېښودو غوښتنه کړې.

په پاکستان کې د بېړني حالت تر اعلان وروسته دا لومړى ځل دى چې ولسمشر بوش له ښاغلي مشرف سره خبرې کوي.

په واشنګټن کې د بي بي سي خبريال جانتن بېل وايي چې سپينه ماڼۍ په ولسمشر پرويز مشرف باندې د نيوکو په برخه کې له ډېر احتياط څخه کار اخلي.

ددې خبرې لاسوند دا دى چې په پاکستان کې د بېړني حالت تر اعلان درې ورځې وروسته ولسمشر بوش د پاکستاني ولسمشر په وروستي اقدام نيوکه کړې.

د فرانسې له ولسمشر نيکولاس سرکوزي سره په يو ګډ خبري کنفرانس کې ولسمشر بوش خبريالانو ته وويل چې له مشرف سره يې په خورا څرگندو ټکو کې خبرې کړي او له نوموړي يې غوښتني چې ژر تر ژره ټاکنې تر سره او خپله پوځي دريشي ليرې کړي.

ولسمشر بوش هغه تورونه رد کړل چې ګواکې نوموړي په پاکستان کې د وکيلانو او سياسي فعالينو د نيول کېدو په اړه له دوه مخې پاليسۍ څخه کار اخيستى.

کله چې په برما کې داسې حالت رامنځ ته شو نو د نوموړي له خوا په سختو ټکو کې غندل شوى و.

ولسمشر بوش په دې اړه وويل چې په برما او پاکستان کې توپير شته (پاکستان د جمهوريت پر لاره روان دى او په برما کې داسې څه نه تر سترګو کيږي).

تر دې وړاندې هم له واشنګټن څخه په يو خپور شوي خبر کې ولسمشر بوش ويلي و چې امريکا تر دې وړاندې هم پاکستاني مشر ته ويلي وو چې په پاکستان کې دې د بېړني حالت له اعلان څخه ډډه وکړي.

نوموړي ويلي وو: (( موږ هيله لرو څومره ژر چې کېدى شي په پاکستان کې دې ټاکنې تر سره او ولسمشر دې خپله پوځي دريشي ليرې کړي.

تر دې اقدام له مخه هم موږ ويلي چې بېړنى حالت به د جمهوريت ريښې وباسي. ))

څو ورځې وړاندې د سپينې ماڼۍ وياند ډانا پرينو ويلي و چې له پاکستان سره په کېدونکو امريکايي مرستو باندې له سره کتنه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزرات خبردارى ورکړى و چې که ولسمشر پرويز مشرف د بيړني حالت د پاىته رسولو اعلان ونه کړي نو د واشنګټن او اسلام اباد اړيکي به د پخوا په څېر پاتې نه شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت