|
رايس په مسکو کې پر ولسواکۍ غږېږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره کنډوليزا رايس د روسيې د سفر په ترڅ کې په مسکو کې د بشر حقونو له استازو سره گوري چې په کوربه هېواد کې د ولسواکۍ په اړه بحثونه وکړي. د اغلې رايس دغه کتنې ښايي له کريملين سره د سپينې ماڼۍ اړيکې نورې هم ترينگلې کړي ځکه متحد ايالات ولسمشر ولاديمير پوتين تورنوي چې ولسواکۍ يې پر شا بيولي او د بشر حقونه يې تر پښو لاندې کړي. دا هغه تورونه دي چې مسکو يې ردوي. د جمعې په ورځ د امريکا د هغۀ پلان په اړخ خبرې اترې چې په ختيځه اروپا کې د توغنديو يو دفاعي سيستم جوړوي ترخې پاى ته ورسېدې. له ښاغلي پوتين او د هغۀ د دفاع او بهرنيو چارو له وزيرانو سره له سختو خبرو اترو وروسته، اغلې رايس او د دفاع وزير رابرټ گېټس به د شنبې په ورځ خپل مهالوېش له پلان سره سم پر مخ بيايي. اغلې رايس به له ناحکومتي روسي موسسو سره وگوري او ښاغلى گېټس به د روسيې په يوې اکاډمۍ کې پوځي زده کوونکو ته خبرې وکړي. د بهرنيو چارو وزيره به له خپل روسي سيال سيرگي لاواروف سره او د دفاع وزير به له لومړي وزير ويکتور زوبکوف سره وروسته د بېگا پر ډوډۍ سره کيني. د دوو امريکايي وزيرانو سفر په داسې حال کې کېږي چې روسيه په پنځو مياشتو کې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو لپاره تيارى نيسي. ښاغلى پوتين بايد په راتلونکي مارچ کې د ولسمشرۍ له دوو پرلپسې دورو وروسته خپله څوکۍ پرېږدي. خو دۀ له مخکې داسې اشارې ورکړې چې ښايي دا ځلې د لومړي وزير په توگه دنده واخلي او د ٢٠١٢ کال په ټاکنو کې، که اساسي قانون اجازه ورکړي، بېرته د ولسمشر په توگه راشي. شنونکي وايي له ناحکومتي روسي موسسو سره د اغلې رايس کتنه کېداى شي کريملين نارامه کړي. د روسيې ايتار تاس خبري اژانس ويلي چې ولسمشر پوتين دا اونۍ د هغو موسسو په اړه د احتياط سپارښتنه کړې چې وايي له فرانسوي ولسمشر نيکولا سرکوزي سره گوري. دۀ ويلي: ''دا ډېره بده ده چې دا ډول موسسې د ځينو حکومتونو لخوا د هغوى د بهرنيو تگلارو د موخو لپاره د نورو پر ضد کارول کېږي.'' روسيه په پولنډ او چيک جمهوريت کې د امريکا د توغندي ضد سيستم په جوړولو خورا غوسه ده. ښاغلى پوتين د امريکا پر هغۀ دليل قانع نه دى چې وايي دغه دفاعي سيستم په اصطلاح د سرغړوونکو هېوادونو، لکه شمالي کوريا او ايران، په ضد جوړېږي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||