BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:17 گرينويچ 2007 ,07 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دپاکستان مخالف گوندونه پر اوضاع غږېږي
بېنظير بوټو
له بېنظرې سره د ځينو وړو گوندونو مشران خبرې کوي، خو مهم گوندونه په خبرو کې نشته دي
د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو له نورو حکومت مخالفو مشرانو سره خبرې اترې پيل کړې چې څۀ ډول د ولسمشر پروېز مشرف لخوا لگېدلي بېړنى حالت ته پاى ورکړي.

خو ځينې مهم گوندونه په دغو خبرو کې برخه نه اخلي. د مېرمن بوټو گوند تر اوسه له عامو لاريونونو څخه ډډه کړې، خو وايي چې د جمعې په ورځ به يوه اعتراضي غونډه وکړي.

د ولسمشر مشرف د اصلي متحد گوندي يوۀ لوړپوړي چارواکي ويلي چې بېړنى حالت ښايي يوازې دوه يا درې اوونۍ دوام وکړي. خو خبريالان وايي چې دغه گوند د بېړني حالت د مودې په اړه ضد او نقيض څرگندونې کوي.

د مسلم ليگ واکمن گوند مشر شجاعت حسين ويلي: '' زۀ ډاډه يم چې بېړنى حالت به په دوو يا دريو اوونيو کې پاى ته ورسېږي ځکه ولسمشر مشرف خپله د اوږدمهالي بېړني حالت له پايلو خبر دى.''

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبرياله باربرا پليټ وايي داسې ښکاري چې د واکمن گوند په منځ کې درز رامنځته شوى چې يو شمېر يې د راتلونکي جنوري د مياشتې پارلماني ټاکنې غواړې پر خپل وخت ترسره شي او نور غواړي دغه ټاکنې وځنډوي.

په همدې حال کې په اسلام اباد کې شاوخوا ٢٠٠٠ تنو حقوقپوهانو او زده کوونکو لاريون پيل کړى دى.

 زۀ ډاډه يم چې بېړنى حالت به په دوو يا دريو اوونيو کې پاى ته ورسېږي ځکه ولسمشر مشرف خپله د اوږدمهالي بېړني حالت له پايلو خبر دى
د واکمن گوند مشر شجاعت حسين

مېرمن بوټو د هېواد د تر ټولو مخکښ گوند، د خلکو گوند، مشره ده. دې په اسلام اباد کې له يو شمېر نسبتا وړو گوندونو سره خبرې پيل کړې دي.

خو دوه مهم گوندونه چې د اسلامي ډلو اتحاد او د نواز شريف گوند په خبرو کې برخه نه اخلي.

د کريکټ د پخواني اتل عمران خان گوند هم په دغو خبرو کې برخه نه ده اخيستي. هغه چې ويل کېږي پټ دى په يوه ويډيو کې يې پر خلکو غږ کړى چې د ولسمشر مشرف پر وړاندې مقاومت وکړي او په اعتراضونو لاس پورې کړي.

مېرمن بوټو د چهارشبنې په ورځ د خپل گوند له غړو غوښتي و چې د پارلمان له غونډې څخه پرېکون وکړي او د اعتراض په توگه پارلمان د ودانۍ بهر ودېږي. د دې گوند د جمعې په ورځ په راولپنډۍ کې د يوې مظاهرې تابيا کړې ده، که څۀ هم حکومت په دا ډول لاريونونو بنديز لگولى.

پر پاکستان باندې دپلوماتيک فشارونه زياتېږي چې ژر تر ژره بېړنى حالت پاى ته ورسوي. د ملگرو ملتونو د امنيت شورا سر منشي بان کي مون پر ولسمشر مشرف ټينگار کړى چې ولسي حکومت ژر تر ژره پرځاى کړي او بېړنى حالت پاى ته ورسوي.

دۀ د هغو سياسي مشرانو او حقوقپوهانو د خوشي کولو غږ وکړ چې پوليسو په تېرو څو ورځو کې د لاريونونو په ترڅ کې نيولي. په ملگرو ملتونو کې د پاکستان سفير منير اکرم دغه غوښتنه رد کړه. هغۀ بي بي سي ته وويل: ''دا د پاکستان يوه داخلي چاره ده او د ملگرو ملتونو ورسره کار نشته.''

ولسمشر مشرف وايي بېړنى حالت يې ځکه اعلان کړ چې هېواد يې د وېجاړې پر لور له تللو را وگرځوي ځکه چې د دۀ په خبره له يوې خوا اورپکو او له بل لورې قضايي قوې حکومت په سخت کړکېچ کې را ايسار کړى و.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت