|
د پاکستان گوښه شوي قاضي د پاڅون غږ کړى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان گوښه شوي قاضي القضات افتخار چودري پر خلکو غږ کړى چې پاڅېږي او د اساسي قانون د بيا راپرځاى کولو لپاره کار وکړي. حقوقپوهانو ته په ټيليفوني خبرو کې ښاغلي چودري وويل چې اساسي قانون د ولسمشر جنرال پروېز مشرف لخوا پر ځمکه غورځول شوى او اوس د دې وخت دى چې خلک قرباني ورکړي. د متحدو ايالاتو ولسمشر جورج بوش هم پر ښاغلي مشرف غږ کړى چې بېړنى حالت ژر پاى ته ورسوي او ولسواکه مدني حکومت بېرته فعال کړي. د سه شنبې په ورځ هم د ولسواکۍ پلوو فعالينو د نيولو لړۍ روانه وه او په لسگونو کسان نن نيول شوي دي. دغه نيونې په لاهور، کوټه او ملتان کې شوې دي. په پېښور او د پنجاب په ځينو برخو کې د پوليسو او حقوقپوهانو تر منځ نښتې شوې او يو شمېر لاريون کوونکي په گوجرانواله ښار کې سخت ټپيان شوي دي.
ښاغلى چودري وروسته له هغه گوښه کړاى شو چې دۀ او په ستره محکمه کې ورسره اتو نورو قاضيانو ټينگار وکړ چې دوى به د ولسمشر لخوا اعلان شوى بېړنى حالت ونه مني. نيوکه کوونکي وايي جنرال مشرف ځکه بېړنى حالت اعلان کړ چې د هغې پرېکړې مخه ونيسي چې تمه وه د سترې محکمې لخوا د تېرې مياشتې د ټاکنو په اړه اعلان شي. محکمې پر دې غور کاوۀ چې ايا په تېرو ټاکنو کې د پوځ له مشرتوب سره سره ولسمشرۍ ته د مشرف کانديدۍ له قانون سره سمه وه او که نه. قاضي القضات د شاوخوا ٥٠٠ حقوقپوهانو او قاضيانو يوې غونډې ته پر ټيليفون وويل: '' اساسي قانون ټوټې ټوټې شوى. حقوقپوهان بايد زما پيغام خلکو ته ورسوي چې پاڅېږي او اساسي قانون بېرته پرځاى کړي. اوس د قربانيو وخت دى. زه اوس تر څارنې لاندې يم خو ژر به ستاسې له مبارزې سره يوځاى شم.'' داسې راپورونه هم شته چې وروسته له هغۀ چې ښاغلي چودري پر ټيليفون دا خبرې وکړې، په اسلام اباد کې ټول موبايل ټيليفونونه بند کړل شول. حقوقپوهانو داسې شعارونه ورکول چې 'که اساسي قانون پر ځاى نه شي، جگړه به وشي' او 'چودري، موږ چمتو يو چې ستا لپاره مړۀ شو'. ولسمشر مشرف وايي بېړنى حالت يې ځکه اعلان کړ چې هېواد يې د وېجاړې پر لور له تللو را وگرځوي ځکه چې د دۀ په خبره له يوې خوا اورپکو او له بل لورې قضايي قوې حکومت په سخت کړکېچ کې را ايسار کړى و. | ورسره تړلي نور خبرونه په پاکستان کې پوليس له لاريون کوونکو سره نښتي05 نومبر, 2007 | نړۍ په پاکستان کې پوليس له لاريون کوونکو سره ونښتل04 نومبر, 2007 | نړۍ په پاکستان کې بېړنى حالت اعلان شو03 نومبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||