|
بشري حقونه:دپاکستان سياسي مخالفين ځپل کيږي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بشري حقونودڅار نيويارک ميشتې ټولنې ويلي دي چې په پاکستان کې دحکومت ضد سياسي مخالفين ځپل کيږي او دترهگرۍ په وړاندې د قانون په کارولو سره يې لسگونو کسان نيولي دي. دبشري حقونو د څار دټولنې د اسيا د څانگې مشر بريډ اډم وويل ،جنرال مشرف ددې خبرې د کولو هڅه کوي چې د نوموړي سياسي مخالفين ترهگر دي. ده وويل په واک کې د پاتې کيدو لپاره جنرال مشرف د ترهگرۍ قانون په ناوړه ډول کاروي او دا لړۍ بايد ودرول شي. دبشري حقونو د نيويارک ميشتې ټولنې په وينا د بيړني حالت په لړ کې ترگردو ډير د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بينظير بوټو دگوند غړي د حکومت له تيري سره مخامخ شوي دي. دې نيويارک مشتې ټولنې د هغو وکيلانو او قاضيانو د خلاصون غوښتنه هم وکړه چې دبيړني حالت په لړ کې زنداني شوي دي. دانساني حقونو د څار نيويارک ميشتې ټولنې ويلي دي چې دوى ته داسې راپورونه رارسيدلي دي چې په پنجاب او سند کې د خلکو د گوند په سلگونو غړي پرته له کوم لامل نيول شوي دي. دغه ټولنه وايي چې په دې کسانو کې ډير هغه څوک دي چې د پوځي حالت د رامنځته کولو په وړاندې په احتجاجونو کې يې برخه درلودله. | ورسره تړلي نور خبرونه دعمران خان د نيولو په وړاندې لاريونونه16 نومبر, 2007 | نړۍ پاکستان :سومرو منځمهالى لومړى وزير شو15 نومبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||