|
دعمران خان د نيولو په وړاندې لاريونونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دتحريک انصاف مشر عمران خان د نيولو په وړاندې دجمعې په ورځ ددغه گوند په مشرۍ توره ورځ لمانځل کيږي . د پنجاب په پوهنتون کې گڼ شمير زده کونکو خپلو ټولگيو ته له ورتلو ډډه وکړه او لاريون يې وکړ . دغه لاريون د پوهنتون د قانون د پوهنځي له ودانۍ څخه وشو. د بيلا بيلو څانگو زده کونکي د فيصل په نامه تالار کې راغونډ شول اود عمران خان انځورونه يې ليږدول. دوى ډول ډول شعارونه هم له ځانه سره ليږدول چې د پوځي واکمن پرويز مشرف او د اسلامي جمعيت طلبه په ضد يې ليکل شوي وو. ډيرو زده کونکو پرخولو تورې پټۍ لگولې وې او په يو شعار کې يې ليکلي وو چې ((موږ جمعيت نه غواړو)). د پنجشنې په ورځ هم دغو زده کونکو داسلامي جمعيت طلبه په وړاندې لاريون وکړ اود هغوى دفتر ته ورغلل ،ميزونه څوکۍ او دوسيې يې ليرې وغورځولې. له بلې خوا د اسلامي جمعيت طلبه تحقيقاتي کميټې د کرکټ له پخواني اتل او دتحريک انصاف له مشر عمران خان سره دبد چلند له امله د١٧ کسانو غړيتوب ځنډولى دى. راپورونه وايي چې عمران خان په زاندان کې دى خو ويل کيږي چې تيره شپه يې د نوموړي دواړه نيول شوې خوندې خوشې کړي دي. عمران خان د چارشنبې په ورځ هغه مهال ونيول شو چې د پنجاب په پوهنتون کې راښکاره شو او غوښتل يې چې هلته د تحريک انصاف ملاتړ کونکو ته وينا وکړي. خبريالان وايي چې عمران خان هڅه کوله چې دپوځي واکمن پرويز مشرف او په دغه هيواد کې د پوځي حالت په وړاندې زده کونکي راوپاروي. خو دغسې ونشول او د جمعيت طلبه اسلام په مرسته پوليسو ونيوه. | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستان :سومرو منځمهالى لومړى وزير شو15 نومبر, 2007 | نړۍ عمران خان په لاهور کې ونيول شو14 نومبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||