BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:54 گرينويچ 2007 ,14 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
عمران خان په لاهور کې ونيول شو
عمران خان لومړى د جماعت اسلامي د زده کوونکو لخوا له يوې شخړې وروسته ونيول شو
عمران خان لومړى د جماعت اسلامي د سيال گوند د زده کوونکو لخوا له يوې شخړې وروسته ونيول شو
د پاکستان د يوۀ مخالف گوند مشر او د کرېکټ پخوانى اتل عمران خان په لاهور کې وروسته له هغۀ ونيول شو چې له زده کوونکو سره د بېړني حالت په ضد له مظاهرې سره يوځاى شو.

عمران خان لومړى د لاهور په پنجاب پوهنتون کې له يوې شخړې وروسته د جماعت اسلامي گوند د زده کوونکو لخوا ونيول شو.

عمران خان تېره ورځ ويلي و چې له ولسمشر مشرف پروېز مشرف سره چې بېړنى حالت يې لگولى بايد هېڅ ډول خبرې اترې ونه شي.

دى له لسگونو هغو سياسي مشرانو سره يو ځاى شو چې له مخکې د بېړني حالت په ضد د اعتراض لامله نيول شوي دي.

دغه پخوانى کرېکټ لوبغاړى د خپلو اتلوليو لامله په ټوله نړۍ کې پېژندل شوى، خو د دۀ تحريک انصاف گوند په پاکستان کې لږ ملاتړي لري.

 زه غواړم چې زده کوونکي، حقوقپوهان او سياستوال راپاڅېږي او د يوۀ پوځي زورواکي د ځواکونو په ضد خوځښت پيل کړي

عيني شاهدانو وويل کله چې عمران خان د پوهنتون انگړ ته ورسېد چې خپلو ملاتړ کوونکو زده کوونکو ته وينا وکړي، د گډوډۍ ځينې پېښې وشوې. دۀ له نيول کېدو مخکې بي بي سي ته وويل: '' زه غواړم چې زده کوونکي، حقوقپوهان او سياستوال راپاڅېږي او د يوۀ پوځي زورواکي د ځواکونو په ضد خوځښت پيل کړي. ''

د عمران خان وياند سيت نيازى وايي کله چې نوموړى پوهنتون ته ننوت، د سيالې ډلې جماعت اسلامي زده کوونکو د هغۀ په شتون اعتراض وکړ، لانجه پېښه شوه او عمران خان د يوۀ ساعت لپاره په يوۀ کوټه کې نيول شوى و، تر هغه چې پوليس راغلل او هغه يې له ځان سره بوت.

عمران خان له تېرو ١١ ورځو راهيسې په پټه اوسېدۀ. دى وروسته له هغۀ چې جنرال مشرف بېړنى حالت اعلان کړ له خپله کوره وتښتېد او پر ټيليفون به يې له خپلو ملاتړو او خبريالانو سره خبرې کولې.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت