|
مشرف: پارلماني ټاکنې به په جنوري کې کېږي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان ولسمشر جنرال پروېز مشر نن وويل چې تمه لري د پاکستان پارلماني ټاکنې به د راتلونکي کال په جنورۍ مياشت کې تر سره شي. مشرف ويلي چې ولايتي او مرکزي شورا ګانې به په راتلونکو څو اوونيو کې منحلې شي او پارلماني ټاکنی په يوه ورځ تر سره شي. نوموړی د ټاکنو کمېسيون ته دنده سپارلې چې ټاکنو ته پوره چمتووالی ونيسي او له خپل لورې يې ډاډ ښوولى چې که د جنوري په لومړۍ اوونۍ کې هم ټاکنې تيارې شي دى ورسره موافق دى. هغۀ وويل دا اوس په هغوى پورې اړه لري چې د ټاکنو دقيقه نېټه اعلان کړي . مخکې داسې اوازې وې چې ښايي پارلماني ټاکنې له خپل مهالوېش څخه يو څۀ وروسته ترسره شي. جنرال مشرف څۀ باندې يوه اوونۍ مخکې د بېړني حالت له اعلانولو وروسته خپل لومړني خبري کنفرانس ته خبرې کولې. دۀ وويل: '' زۀ به د ټاکنو له کمېسيون څخه وغواړم چې څومره ژر او څومره چټک چې کېداى شي ټاکنې ترسره کړي.'' ولسمشر مشرف اتۀ ورځې مخکې په هېواد کې بېړنى حالت اعلان کړ، اساسي قانون يې وځنډاوۀ او قاضي القضات يې له دندې گوښه کړ. د دۀ مخالفينو په پرلپسې توگه د بېړني حالت د پاى ته رسولو لپاره غږى کړى. | ورسره تړلي نور خبرونه بېنظيره ازاده شوه، خو له چودري سره نه شي کتلى10 نومبر, 2007 | نړۍ بوش:پاکستان کې ټاکنې تر سره کړئ08 نومبر, 2007 | نړۍ دپاکستان مخالف گوندونه پر اوضاع غږېږي07 نومبر, 2007 | نړۍ د پاکستان گوښه شوي قاضي د پاڅون غږ کړى06 نومبر, 2007 | نړۍ په پاکستان کې پوليس له لاريون کوونکو سره نښتي05 نومبر, 2007 | نړۍ په پاکستان کې پوليس له لاريون کوونکو سره ونښتل04 نومبر, 2007 | نړۍ په پاکستان کې بېړنى حالت اعلان شو03 نومبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||