|
مشرف: د بېنظير په ساتلو کې مو دريغ نه دى کړى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د هغو نيوکو په وړاندې له ځانه دفاع کړې ده چې وايي تيره اوونۍ يې د بېنظير بوټو د وژنې د مخنيوي لپاره ډير څه نه و کړي . ولسمشر مشرف دا خبره رد کړه چې گواکې د بېنظير بوټو د وژنې په مخنيوي کې امنيتي ځواکونو خپله دنده سمه نه ده پر ځاى کړى . دۀ دا تور هم رد کړ چې گواکې په يو نه يو ډول پاکستاني چارواکي د بېنظير بوټو په وژنه کې لاس لري . پرويز مشرف دا خبره ومنله چې پاکستاني پوليسو ځينې تيروتنې کړي دي . د بېنظير بوټو له وژنې سم لاسي وروسته پاکستاني پوليسو هغه سيمه په اوبو ومېنځله چې د دې د وژنې لپاره پکې بريد شوى و . پاکستاني ولسمشر دا د پوليسو تېروتنه وبلله خو ټينگار يې وکړ چې دغه کار په لوى لاس نه و شوى . د چارشنبې په ورځ ولسمشر پرويز مشرف ويل چې له برتانيا يې غوښتي دي چې د بېنظير بوټو د وژنې په باب تحقيقاتو کې مرسته ورسره وکړي . پرويز مشرف د بېنظير بوټو له وژنې وروسته د سياسي بيا پخلاينې غوښتنه هم وکړه . دۀ خبردارى ورکړ چې د بېنظير بوټو له وژنې وروسته روان تاوتريخوالي به نور ونه زغمي . د پاکستان حکومت وايي د بېنظير بوټو له وژنې راهيسته تاوتريخواليو او ناکراريو کې په سلگونو ميليونه ډالره تاوان وراوښتى دى. | ورسره تړلي نور خبرونه د پاکستان ټاکنې د فبروري تر ١٨ وځنډول شوې02 جنوري, 2008 | نړۍ مشرف:له برتانيامې پلټنه کې مرسته غوښتې02 جنوري, 2008 | نړۍ پاکستان : پر وخت ټاکنې ناشوني دي01 جنوري, 2008 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||