|
مشرف:که زه وم اټومي وسلې به خوندي وي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دپاکستان پوځي واکمن پرويز مشرف گواښنه کړې که په هيواد کې ټول ټاکنې په خوندي ډول ترسره نشي نو تاوتريخوالى به ډير او غلطو لاسونو ته د اټومي وسلو د رسيدو خطر شته دى. د بي بي سي د سياسي چارو خبريال برجټ کينډل ته د يوې مرکې په لړ کې نوموړي په پاکستان کې د بيړني حالت له پلي کولو دفاع وکړه. پوځي واکمن وويل تر هغې چې نوموړى له پوځ سره يوځاى په واک کې وي نو اټومي وسلې به خوندي پاتې وي. ده د امريکې د حکومت له استازي سره له ليدو کاتو يوه ورځ وړاندې دغه مرکه کوله. ټاکل شوې ده چې جنرال مشرف نن ((شنبه ١٧ دنومبر)) د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له مرستيال جان نيگرو پونټې سره وگوري چې د پاکستان پر سفر بوخت دى. دامريکې د حکومت له خوا نيگرو پونټې له هغې وروسته پاکستان ته ورسيده چې پرويز مشرف په پاکستان کې بيړنى حالت اعلان کړ. جنرال مشرف په دې مرکه کې هڅه کوله چې د هغو نيوکو ځواب ووايي چې د سياسي گوندونو په تيره بيا د پاکستان د خلکو د گوند د مشرې ببينظير بوټو له خوا شوي دي. پوځي واکمن په دې مرکه کې وويل د جنورۍ په مياشت کې که ټاکنې په خوندي ډول ونشي نو په هيواد کې د تاوتريخوالي د ډيريدو گواښ شته دى. ده انديښنه وښودله چې په داسې حالاتو کې اټومي وسلې ناسمو لاسو ته ورتلى شي. مشرف د پاکستان پر پخوانۍ لومړۍ وزيرې تور ولگاوو چې کمزوره سياست پر مخ بيايي او زياته يې کړه چې له ټاکنو پرته هم په هيواد کې تاوتريخوالى ددې د کمزوره سياست له کبله رامنځته کيدى شي. ښاغلي مشرف پخوانۍ لومړۍ وزيره بينظير بوټو بدنامه او کم ارزښته مشره وبلله . پوځي واکمن وويل بينظيره ښايي ټول ټاکنې وبايلي او له دې سره به په هيواد کې بنسټپاله عناصر واک ته ورسيږي . ده ټينگار وکړ چې له دې سره به د پاکستان اټومي ټيکنالوجي هم په خطر کې ولويږي. ده وويل د پاکستان د خلکو گوند غواړي چې ټول ټاکنې وځنډول شي ، دده په وينا دغه گوندد ټولټاکنو دگټلو په دريځ کې نه دى . د پاکستان پوځي واکمن ټينگار وکړ چې ټول ټاکنې به پخپل وخت ترسره کيږي او پر لنډمهالې کابينې يې د بينظير بوټو د نيوکو له کبله به د ټاکنو په مهالويش کې هيڅ بدلون رانشي. مشرف وويل د سياسي گوندونو احتجاجونه به د ټول ټاکنو د ترسره کولو پر هلو ځلو هيڅ ډول ناوړه اغيز ونه کړي. | ورسره تړلي نور خبرونه بشري حقونه:دپاکستان سياسي مخالفين ځپل کيږي 16 نومبر, 2007 | نړۍ دعمران خان د نيولو په وړاندې لاريونونه16 نومبر, 2007 | نړۍ امريکا پر مشرف د بيړني حالت د ختميدو ټينگار کوي16 نومبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||