|
محکمې د مشرف له مخې وروستى خنډ هم ليرې کړ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان نوې سترې محکمې له توقع سره سم د جنرال پروېز مشرف له مخې هغه وروستى حقوقي خنډ هم ليرې کړ چې له بيا ولسمشرکېدو څخه يې د دۀ مخه نيوله. مخالفو گوندونو مخکې سترې محکمې ته عريضې وړاندې کړې وې او د جنرال پروېز مشرف بيا ټاکل کېدل يې په دې دليل ناقانونه بلل چې دى د پوځ د مشرتابۀ پر څوکۍ او پوځي جامو کې د تېرې مياشتې د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ و. د سترې محکمې پرېکړې د ښاغلي مشرف له مخې ټول هغه خنډونه او ننگونې ليرې کړې چې مخالفو گوندونو له بياولسمشر کېدو څخه پرې د هغۀ مخه نيوله. مشرف به له پرېکړې سره سم د ملکي ولسمشر په توگه لوړه کوي او له ژمنې سره سم به د پوځ له مشرۍ څخه لاس اخلي. د ولسمشر مشرف مشر حقوقي سلاکار وويل دوى اوس د محکمې ليکلې پرېکړې ته سترگې پرلاره دي. دا پرېکړه د هغو قاضيانو لخوا شوې چې ولسمشر مشرف په ځېرکۍ سره په ستره محکمه کې ټاکلي. دوى د هغو قاضيانو ځايناستي دي چې په پراخه توگه خپلواک بلل کېدل او د ولسمشر مشرف په تاوان يې څو غټې پرېکړې کړې وې. تمه وه چې د تېرې مياشتې په ټاکنو کې د ولسمشر مشرف پر کانديدۍ باندې هم د سترې محکمې پخواني قاضيان پرېکړه وکړي. عمومي اټکل دا دى چې دا پرېکړه د جنرال مشرف په ضد وه، ځکه خو يې درې اوونۍ مخکې بېړنى حالت اعلان کړ چې هغه قاضيان چې د دۀ پر خوښه کار نه کوي گوښه کړي. تر اوسه پورې له ښکاره نه ده چې بېړنى حالت به څه وخت پاى ته رسېږي. مخالفو گوندونو او د نړۍ مشرانو پر مشرف فشار زيات کړى چې د جنورۍ د مياشتې له ټاکنو ډېر مخکې بېړنى حالت پاى ته ورسوي. | ورسره تړلي نور خبرونه سترې محکمې د مشرف د ټاکنې ملاتړ وکړ19 نومبر, 2007 | نړۍ امريکا: مشرف دې بېړنى حالت ژر ختم کړي18 نومبر, 2007 | نړۍ پاکستان :سومرو منځمهالى لومړى وزير شو15 نومبر, 2007 | نړۍ مشرف: پارلماني ټاکنې به په جنوري کې کېږي11 نومبر, 2007 | نړۍ بوش:پاکستان کې ټاکنې تر سره کړئ08 نومبر, 2007 | نړۍ په پاکستان کې بېړنى حالت اعلان شو03 نومبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||