BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:20 گرينويچ 2007 ,19 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سترې محکمې د مشرف د ټاکنې ملاتړ وکړ
پاکستانى ولسمشر پروېز مشرف
ولسمشر مشرف له نړيوالو فشارونو سره-سره د بېړني حالت پر دوام ټينگار کوي
د پاکستان سترې محکمې چې په وروستيو کې يې قاضيان له سره ټاکل شوي د اکتوبر د مياشتې په ټاکنو کې د ولسمشر مشرف برياليتوب منلى دى.

ولسمشر مشرف ژمنه کړې وه چې که محکمه د دويمې دورې لپاره د دۀ د ټاکنو برياليتوب ومني، د پوځ له مشرتوبه به لاس اخلي.

ښاغلي مشرف دوه اوونۍ مخکې د بېړني حالت له اعلانولو سمدستي وروسته يو شمېر هغه قاضيان گوښه کړل چې په خپلواکه توگه يې په ټاکنو کې د دۀ د کانديدۍ حقوقي ارزونه کوله.

د پاکستان لوى څارنوال مالک قيوم وويل د ولسمشر په ضد هغه حقوقي ننگونې چې په پنځو عريضو کې محکمې ته وړاندې شوې وې رد شوې دي.

دغه ننگونې د يوې لس کسيزه قضايي پلاوي لخوا څېړل کېږي. د سترې محکمې ډېرى پخواني قاضيان د بېړني حالت د نه منلو لامله گوښه کړل شول.

يو بل شپږ کسيز پلاوى دم گړۍ د بېړني حالت په ضد دوه عريضې څېړي. ولسمشر مشرف په بيا-بيا د بېړني حالت د لگولو له پرېکړې دفاع کړې. دى ټينگار کوي چې که د راتلونکي جنورۍ مياشتې پارلماني ټاکنې په يوۀ ناسم چاپېريال کې ترسره شي پايلې يې ښايي د گډوډۍ خپرېدل وي. ولسمشر مشرف د خرابېدونکو امنيتي حالاتو او هغۀ څۀ لامله چې دى يې قضايي کړکېچ بولي بېړنى حالت اعلان کړ.

له نړيوالو او داخلي فشارونو سره سره، د پاکستان د بېړني حالت د ختمېدو لپاره کومه نېټه لا نه ده ټاکل شوې. تېره ورځ د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو مرستيال وزير له ولسمشر مشرف نه په ټينگه وغوښتل چې د راتلونکو ازادو ټاکنو په موخه بايد ژر بېړنى حالت پاى ته ورسوي. خو ښاغلى مشرف ټينگار کوي چې تر څو قانون او نظم په هېواد کې نه وي ټينگ شوى، بېړنى حالت به پرځاى وي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت