|
امريکا: مشرف دې بېړنى حالت ژر ختم کړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د متحدو ايالاتو يوۀ جگپوړي استازي پر پاکستاني ولسمشر جنرال پروېز مشرف غږ کړى چې بېړنى حالت پاى ته ورسوي او خپل سياسي مخالفين له بنده خوشي کړي. د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير جان نيگروپونتي ټينگار وکړ چې مخکې له دې چې د راتلونکي جنورۍ د مياشتې ټاکنې راورسېږي، جنرال مشرف بايد اوضاع عادي حالت ته راوگرځوي. ښاغلي نيگروپونتي وويل: '' بېړنى حالت له ازادو، عادلانه او باوري ټاکنو سره سر نه خوري.'' دۀ وويل له ولسمشر مشرف نه يې همدا ډول غوښتي چې پر خپلې هغې ژمنې ودرېږي چې د پوځ له مشرۍ څخه لاس پر سر شي او خپل سياسي مخالفين خوشي کړي. دۀ وويل: '' په تازه وختونو کې د اعتراض کوونکو پر ضد گامونه، د رسنيو ځپل او د بشري حقونو او سياسي مشرانو نيول مخامخ د هغو سمونونو پر خلاف کارونه دي چې په وروستيو کلونو کې پيل شوي وو.'' د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير همدا ډول جنرال مشرف د ترهگرۍ ضد جگړې په جبهه کې د يوۀ ټينگ ملگري په توگه وستايل. مخکې د جنرال مشرف يوۀ مرستيال ويلي و چې ولسمشر ښاغلي نيگروپونتي ته په گوته کړې چې اساسي قانون يوازې هغه مهال بېرته پرځاى کېدى شي چې قانون او نظم پرځاى شي. جنرال مشرف دوه اوونۍ مخکې بېړني حالت وروسته له هغۀ اعلان کړ چې په هېواد کې يې د اورپکو لخوا تاوتريخوالى او سياسي جنجالونه مخ پر زياتېدو و. | ورسره تړلي نور خبرونه امريکاله مشرف دپوځي حالت ختمول غواړي16 نومبر, 2007 | نړۍ پاکستان :سومرو منځمهالى لومړى وزير شو15 نومبر, 2007 | نړۍ عمران خان په لاهور کې ونيول شو14 نومبر, 2007 | نړۍ مشرف: پارلماني ټاکنې به په جنوري کې کېږي11 نومبر, 2007 | نړۍ بوش:پاکستان کې ټاکنې تر سره کړئ08 نومبر, 2007 | نړۍ دپاکستان مخالف گوندونه پر اوضاع غږېږي07 نومبر, 2007 | نړۍ د پاکستان گوښه شوي قاضي د پاڅون غږ کړى06 نومبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||