BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 21:42 گرينويچ 2008 ,14 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
له طالبانو سره پاکستاني تړون بريدونه ډېرکړي

ناټو
ناټو د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د وسله والو مخالفانو له خوا د بريدونو ډېرېدل هم له پولې پورې غاړې شوي تړون سره تړي .
ناټو وايي د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د وسله والو مخالفانو له خوا د بريدونو د ډېرېدا يو علت ښايي له وسله والو قبايلي طالبانو سره د پاکستان د حکومت د سولې تړون وي .

ناټو په دې وروستيو کې له پاکستاني طالبانو سره د اسلام اباد له خبرو او اوربند خوښه نه ده او په دې باور ده چې وسله وال طالبان به له شرايطو په گټې اخيستو خوندي ځاى ومومي چې په افغانستان کې د ننه بريدونه وکړي .

له پاکستاني طالبانو سره د اوربند او سولې خبرې لا د فبروري تر ټاکنو وړاندې پاکستاني سياسي گوندونو کولې .

ځينې کسان په هغو ټاکنو کې په ځانگړې توگه په سرحد ايالت کې د ملت پاله عوامي نشنل گوند برى له همدغه ډول ژمنو سره تړي .

اوس چې د عوامي نشنل گوند مشرتابۀ او په اسلام اباد کې نويو واکمنو له ژمنې سره سم خبرې پيل کړې په افغانستان کې د ننه ناټو اندېښمنه شوې ده .

د ناټو وياند جيمز اپاتوري د پاکستاني حکومت او ځايي طالبانو ترمنځ د يوۀ تړون تر خبر وروسته وويل چې دغه معامله کېدى شي د دۀ په وينا ياغيانو ته د دې چانس په لاس ورکړي چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې خوندي سيمه پيدا کړي او گټه ترې واخلي .

ناټو د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د وسله والو مخالفانو له خوا د بريدونو ډېرېدل هم له پولې پورې غاړې شوي تړون سره تړي .

څه موده پخوا په قبايلو کې وسله والو طالبانو ويلي و چې له پاکستاني حکومت سره تر سولې وروسته به افغانستان ته ځي چې بريدونه وکړي .

تېرکال په وزيرستان کې د پا کستاني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د تړون په لاسليکولو پر ناټو سر بېره د امريکا متحدو ايا لتونو اندېښنه وښووله او په ډاگه يې کړه چې له هغه تړون وروسته په افغانستان کې دوسله والو طالبانو بريدونه زيات شول .

افغان حکومت هم هغه مهال د وزيرستان د تړون په اړه اندېښنه ښولې وه .

د وزيرستان د سولې تړون د ډېرو په باور په سيمه کې وسله والو ته د ازادو فعاليتونو لا ښه چانس په لاس ورکړ .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت