|
په سوات کې ځانمرگي ٤٠ تنه ووژل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان د سرحد ايالت د سوات ښار په مېنگوره کې پرون جمعه ( دفبروري ٢٩) ناوخته د پوليسو د يوه افسر د جنازې پر مهال ځانمرگى بريد وشو چې په پايله کې يې شاوخوا سلو کسانو ته مرگ ژوبله واوړله . چارواکي وايي ځانمرگى بريد د پوليسو د يوه افسر جاويد اقبال مستي خېل د جنازې مراسمو پر مهال وشو. د سوات ښار امنيتي مسوولين وايي په دې چاودنه کې د يوه تاڼه دار په گډون يو شمېر نور دولتي چارواکي هم وژل شوي دي . د پوليسو يو لوړ پوړى چارواکى جاويد اقبال پرون سهار وزيرستان ته څېرمه په لکي مروت کې د څلورو پوليسو په گډون د يوه ځاى پرځاى شوي ماين له امله ووژل شول . د سوات امنيتي چارواکي وايي چې په دې يېښه کې د دوو سيمه ييزو مشرانو په گډون شاخوا ٤٠ کسان وژل شوي او شاخوا ٥٠ نور ټپيان شوي دي . په اسلام اباد کې دولتي چارواکو هم منلې چې دا يو ځانمرگى بريد و . ددوى پروينا، بريد کوونکى د جنازې د لمانځه په لومړي يا دويم صف کې ولاړ و چې له امله يې نژدې ولاړو پوليسو ته ډېره مرگ ژوبله اړولې ده . د چارواکو پر وينا په دې بريد کې ټپيان د سوات او پېښور روغتونونو ته لېږدول شوي دي . د يادونې وړده چې د روان ٢٠٠٨ ميلادي کال راپدېخوا پاکستان کې له اورپکو سره په نښتو او ځانمرگو بريدونو کې شاخوا ٥٠٠ کسان وژل شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه په پېښورکې ځانمرگي ١0 تنه ووژل 18 جنوري, 2008 | افغانستان په پېښور کې يوې ښځې ځانمرگى بريد کړى04 دسمبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||