BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:08 گرينويچ 2008 ,18 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په پېښورکې ځانمرگي ١0 تنه ووژل
پيښور ټپيان
د ليډي ريډنگ روغتون د يو ډاکټر په وينا په کومه سيمه کې چې دغه پېښه شوې هلته نورې خانقاوې هم شته .
د پېښورد يو گڼ مېشتې سيمې په يوه خانقا کې ځانمرگي بريد لس تنه ووژل او٢٠ نور يې ټپيان کړل.

دغه پېښه د مېرزا قاسم بېگ خانقا ته څېرمه په داسې وخت کې وشوه چې د شيعه گروهې د پيروانو مراسم پکې روان وو.

د ځايي پوليسو د يو مشر امتيازخان په وينا ځانمرگى په دغه مجلس کې له وړاندې شته وو او ځان يې والوزاوو او دغه مرگ ژوبله يې رامنځته کړه .

د چاودنې قربانىان د حيات اباد ميډيکل کامپلکس، ليډي ريډنگ او خيبر روغتونونو ته ولېږدول شول او په ټولو روغتونونو کې دبېړني حالت اعلان وشو.

د ليډي ريډنگ روغتون د يو ډاکټر په وينا په کومه سيمه کې چې دغه پېښه شوې هلته نورې خانقاوې هم شته .

ددغو خانقاوو ويرجن کسان له روغتون څخه بهر راټول شول او د چاودنې په ضديې نارې وهلې او تر ډيره وخته يې وير کاوه، خو کوم تاوتريخوالى رامنځته نه شو.

عيني شاهدانو فرانسې خبري ايجنسۍ ته ويلي چې پوليسو د ځانمرگي بريدکونکي د ودرولو هڅه وکړه خو هغه خپل ځان ته جټگه ورکړه او له پوليسو يې په زور ځان خانقا ته منځ ته ورساوواو بيا يې ځان والوزاوه.

ددوى په وينا په مړو او ژوبلو کسانو کې نارينه ، ښځې او ما شومان شامل دي او پوليسو اوس دغه سيمه کلابنده کړې ده.

په خانقا کې د مراسمو د تنظيمونکو له ډلې يو تن وويل: ما يو ځوان سړى وليده چې په دروازه کې يې له امنيتي کسانو سره جنجال کاوو خو ترې وتښتېد او وروسته بيا يوه چاودنه رامنځته شوه.

گډوډي شوه ، هرې خوا نارې سورې پيل شوې، ددروازې په خوله کې د انسانانو د بدن ټوټې پرتې وې، برېښنا لاړه او ډير خلک ژوبل وو.

تېرکال هم يو ځانمرگي بريد په همدې شپو ورځو کې دولس تنه وژلي و.

دا پېښه په داسې مهال رامنځته کيږي چې د پاکستان حکومت دمحرم الحرام له پيلېدو سره سم په هيواد کې سخت امنيتي تدابير نيولي دي او د صوبه سرحد سرپرست حکومت د محرم په اوږدوکې د کيدونو فرقه يي شخړو لپاره د پېښور په گډون څلور نورې ولسوالۍ ډيرې حساسې سيمې بللي دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت