BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:01 گرينويچ 2007 ,04 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په پېښور کې يوې ښځې ځانمرگى بريد کړى
بريد د پوځيانو يوې پوستې ته نژدې شوى
پوليس وايي يوه ښځه چې توره برقع يې اغوستې وه د پوځيانو يوۀ مرکز ته ورنژدې شوه او ځان يې والوزاوۀ
د پاکستان د سرحد ايالت په مرکز پېښور کې چارواکي وايي يوې ښځې چې په چادري کې يې ځان پېچلى و ځانمرگى بريد کړى، خو له ځانه پرته بل چاته يې زيان نه دى اړولى.

پوليس وايي په چادري کې پوښلې ځانوژونکې ښځه د پوځ يوې پوستې ته ورنژدې شوه او ځان يې والوزاوۀ چې يوازې خپل ځان يې وواژه.

چارواکي وايي دا په پاکستان کې د خپل ډول لومړنى داسې بريد دى.

سرحد ايالت د پاکستان تر ټولو نارامه سيمه جوړوي چې پکې وخت په وخت چاودنې کېږي. په تېرو مياشتو کې ځانمرگو بريدونو او چاودنو په پېښور کې گڼ کسان وژلي.

په يوه بله پېښه کې طالب پلوه اورپکو په قبايلي سيمه کې شپږ پوليس وتښتول او د دوى پوسته يې ور والوزوله.

دا پېښه د باجوړ ولسوالۍ مرکز خار ښارگوټي ته نژدې شوې چې دا هم د سرحد ايالت اړوند ده.

طالب پلوه اورپکو په وروستيو کې په سرحد ايالت او قبايلي سيمو کې پر حکومتي ځواکونو خپل بريدونه خورا پراخ کړي دي. مخکې دوى تر ٣٠٠ زيات پوځيان له خپلو پوستو او د جگړې له ډگره تښتولي وو.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت