|
د پاکستان او طالبانو د تړون جزييات په ډاگه شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان د سرحد ايالتي حکومت سوات کې له ځايى طالبانو سره د امن تړون لاسليک کړى دى چې ترمخه به يې طالبان په امنيتي ځواکونو بريدونه بند او له سيمې څخه به پوځ وايستل شي خبرو کې د حکومتي پلاوى مشر بشير بلور وويل چې د تړون ١٥ ټکي دي چې ترمخه به يې سوات کې طالبان د مرکزي او صوبايي حکومتونو واک ومني . د نومبر په مياشت کې د امنيتي ځواکونو له خوا د پاکستان سياحتي مرکز سوات کې د مولانا فضل الله په مشرۍ د جنگياليو خلاف لوى عمليات پيل شول چې په ترڅ کې يې په سلگونو کسان ووژل شو. پاکستان کې د فبرورۍ له انتخاباتو وروسته نوي حکومت سوات او وزيرستان کې اورپکو سره د امنيت ټينگولو لپاره خبرې شروع کړې چې د امريکې ، برتانيې او افغانستان لخوا د خبرو په عمل انديښنې هم څرگندې شوې. تېرو څو اوونيو کې د سرحد د حکومت او سوات کې د طالبانو ترمنځ تر اوږدو خبرو وروسته اوس دواړه غاړو يوه موافقه لاسليک کړې ده چې مهم ټکي يې په دې ډول دي : (١) د سوات طالبان به د مرکزي او صوبايي حکومتونو واک ومني (٢) د ملاکنډ سيمه کې به شريعت محمدي عملي کړى شي چې سوات يې هم مهمه برخه ده . (٣) هيڅوک به په بل مذهب بريد ونه کړي (٤) بنديان به د هغوى په قضيو تر غور وروسته خوشې کړى شي (٦) سيمه کې د وضعې تر ښه کيدو وروسته به په ورو ورو پوځ سيمې څخه وويستل شي (٧) د نورو ځايونو سخت دريځه کسان به په فوري توګه حکومت ته وسپارل شي، د نايانو په دوکانونو او په هغه مارکيټونو چې ښځې ورته د سامانونو ترلاسه کولو لپاره ورځي بريدونه نه کيږي. (٨) د عملياتو پرمهال متاثره شوو خلکو ته به حکومت تاوان ورکوي (٩) د ګوزڼ او د نورو ناروغيو واکسين ورکولو پر ډلو به هيڅ قسم بنديز نه وي . (١٠)د ښځو په تعليم به هم بنديز نه وي (١١) د وسلو په گرځولو به بشپړ بنديز وي او يوازې هغه وسلې به ځان سره ساتل کيدى شي چې قانوني اجازه ولري (١٢) د خلکو او د گاډو تښتول به بنديږي ، د سخت دريځو لخوا د چاودېدونکو موادو د کارولو لپاره د روزنې مرکزونه به له منځه وړل کيږي . (١٣) يوازې د قانوني ايف ايم ريډيو لخوا به د ويناو اجازه وي (١٤) ځايي طالبان به په هغو پلټنو کې همکاري وکړي چې د هغو خلکو په ضد به وکړې شي چې په وژنو ، تښتولو او په غلا کولو تورن وي (١٥) حکومت به د غلو ، تښتونکو او په نورو جنايتونو کې د لاس لرونکو خلکو خلاف گامونه واخلي (١٦) د سخت دريځو د مام ډهيرۍ مرکز به په يو اسلامي پوهنتون بدل شي چې د طالبانو او حکومتي چارواکو يوه کميټه به يې د نظام چلولو مسول وي تړون حکومتي استازو ، د پوليس مشرانو او د طالبانو غړو د چارشنبې په ورځ لاسليک کړو چې اعلان يې د دواړو غاړو لخوا په يوه خبري ناسته کې وشو. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||