|
د پاکستان قباپلي سيمو کې ١٤ کسان وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په شمالي وزيرستان او د کوهاټ په دووه جلا نښتو کې پوليسو او ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې د شمالي وزيرستان په ميرعلي ښار کې د ځايي قبايلو ترمنځ د راپورته شوي اخ او ډب په پايله کې نښتې شوې چې له امله يې شپږ کسان وژل ووژل شول او اووه نور سخت ټپيان شول . ټپيان نژدې روغتون ته وړل شوي دي . دغه نښته نن سهار (چارشنبې د اپريل ٣٠) د ميرعلي ښار په سپن وام سيمه کې د ځمکې پر سر د اپورته شوې شخړې له امله شوې ده . ځايي خلک وايي چې د دواړو غاړو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو په ډزو کې گڼ شمېر نژدې کورونو ته هم زيان اوښى دى . د سيمه ييزو خلکو پروينا اوس هم د پېښې په سيمه کې د ځينو مړو او ټپيانو جسدونه پاته دي او څوک يې له سيمې ويستلو ته زړۀ نه ښه کوي . بل پلو د خيبر ايجنسۍ د منگل باغ د مذهبي قبايلي ډلې او کوکي خېلو قبيلې ترمنځ هم نښته شوې ده . دغه نښته چې د تيرا په يوه غرنۍ سيمه کې شوې ده سپکه او درنه وسله هم پکې کارول شوې ده . د سيمه ييزو خلکو پروينا په دې نښته کې تراوسه پورې پنځه کسان وژل شوي او شاخوا ١١ نور ټپيان شوي دي . دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سرحد ايالت په کوهاټ ښار کې د نامعلومو وسله والو د پوليسو پر يوه گاډي بري کړى او درې پوليس يې ترېنه وژلي دي . په سرحد ايالت کې امنيتي چارواکو ويلي چې تېره ورځ ناوخته د پوليسو د گزمې پر مهال نامعلومو وسله والو پرې بريد بمي بريد وکړ . | ورسره تړلي نور خبرونه قبايلو کې د توغنديو بريد ١٧ کسان وژلي16 مارچ, 2008 | نړۍ سويلي وزيرستان راکټي بريد لس کسان ووژل28 فبروري, 2008 | نړۍ پاکستان په وزيرستان کې خبرې غواړي07 فبروري, 2008 | خبرونه پاکستان : ٩٠ اورپکې مو وژلي دي18 جنوري, 2008 | نړۍ په وزيرستان کې طالبانو پر پوځي کلا بريد کړى16 جنوري, 2008 | نړۍ د وزيرستان په بريدونو کې بيا پوځيان وژل شوي13 دسمبر, 2007 | نړۍ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||