BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:33 گرينويچ 2007 ,13 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د وزيرستان په بريدونو کې بيا پوځيان وژل شوي

وزيرستان
،د طالبانو يو وياند احمدالله احمدي ادعا وکړه چې په دې بريدونو کې يې د امنيتي ځواکونو ٤٠ تنه سرتيري وژلي او يو شمير نور يې ټپيان کړي دي .
د پاکستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې په درې بيلابيلو سيمو کې دامنيتي ځواکونو پر کاروانونو راکټي او بمي بريدونه وشول.

د دې بريدونو په ترڅ کې شپږ تنه پوځيان ووژل شول او ٣٠ تنه نور ټپيان شول.

ټپيان د چورلکې له لارې د بنوښارگوټي ته وليږدول شول چې ددوى حالت خراب ښوول شوى دى.

په شمالي وزيرستان کې چارواکې واېې چې د چارشنبې په ماښام د امنيتي ځواکونو دنژدې ١٥ گاډو يو کاروان له ميرانشاه څخه دزرمک په لور روان وو چې د لارې په اوږدو کې سيمه ييزو طالبانو له څيرمه غرونو څخه دغه کاروان تر بريد لاندې ونيوه .

چارواکي وايي چې په بريد کې ٨ گاډي په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي .

سيمه ييز چارواکي وايي چې له دې بريد څخه وړاندې د ټل کلي په سيمه کې دوه بريدونه وشول چې د پوځ دوه گاډي يې زيانمن کړل خو ځاني زيان يې نه درلود.

له بريد وروسته امنيتي ځواکونو هم غبرگون وښود چې په ترڅ کې يې په ميرعلي او ميرانشاه کې مشکوک ځايونه په نښه شول خو ددغو عملياتو ډير جزيات نه دي خپاره شوي.

ددې بريدونو پړه سيمه ييزو طالبانو په غاړه اخيستې ده ،د طالبانو يو وياند احمدالله احمدي ادعا وکړه چې په دې بريدونو کې يې د امنيتي ځواکونو ٤٠ تنه سرتيري وژلي او يو شمير نور يې ټپيان کړي دي .

نوموړي وويل چې ټپيان ددرې چورلکو له لارې له سميې څخه ليږدول شوي دي .

د طالبانو دې وياند گواښنه وکړه ،که دولت په سيمه کې پوځي پوستې ليرې نکړي ، ددوى بريدونه به روان وي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت