|
د پاکستان غبرگو ځانمرگو په لسگونو خلک وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په راولپنډۍ ښار کې غبرگو ځانمرگو بريدونو لږ تر لږه دېرش کسان وژلي دي. يوه چاودنه پر هغۀ بس وشوه چې امنيتي ځواکونه يې لېږدول او بله چاودنه د پوليسو په يوه پوسته کې وشوه چې يو شمېر د پوځ افسران يې سخت ټپيان کړل. داسې وېره ده چې د مړو شمېره ښايي لوړه شي. عيني شاهدانو وويل کله چې د امنيتي ځواکونه بس د پوځي استخباراتو (آى ايس آى) يوې ودانۍ ته ننوت، ورپسې يو کوچنى گاډى هم ورغى چې څو شېبې وروسته وچاودېد. عيني شاهدانو وويل له چاودنې وروسته بس په سختو لمبو کې وسوځېد او دا چې په بس کې د سپرو کسانو له منځه د ژوندي پاتې کېدلو احتمال به ډېر لږ وي. د استخباراتو يوۀ چارواکي ويلي په نښه شوى بس د٧٢ څوکۍ لرونکى و چې ډېرى څوکۍ يې ډکې وې. په بل بريد کې چې د پوځ د يوې پوستې له مخې وشو، لږ تر لږه د يوۀ افسر د وژل کېدلو تاييد شوى او گڼ نور ټپيان شوي دي. د پوځ يوۀ وياند وحيد ارشد وويل دواړه ځانمرگي بريدونه ول. تر اوسه د دغو بريدونو پړه چا پرغاړه نه ده اخيستي. دا چاودنه په داسې مهال کې شوې چې پخواني لومړي وزير نواز شريف ويلي چې د يکشنبې په ورځ به پاکستان ته ستنېږي. په همدې مهال کې، د پاکستان د ټاکنو کمېسيون په رسمي توگه تاييد کړې چې ولسمشر مشرف د تېرې مياشتې د ټاکنو گټونکى دى او د يوې بلې پنځۀ کلنې دورې لپاره به ولسمشر وي. | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستان دوه خپلواک تلوېزيونونه وتړل17 نومبر, 2007 | نړۍ امريکا: مشرف دې بېړنى حالت ژر ختم کړي18 نومبر, 2007 | نړۍ د سوات د طالبانو په تمځاى کې يوه دمه18 نومبر, 2007 | نړۍ بلوڅ سياستوال مير بالاچ مري وژل شوى21 نومبر, 2007 | نړۍ محکمې د مشرف له مخې وروستى خنډ هم ليرې کړ22 نومبر, 2007 | نړۍ همګټو هيوادونو دپاکستان غړيتوب وځنډاوه.23 نومبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||