 | | | د بلوچستان د ايالتي جرگې پخوانى غړى بالاچ مري په باب پخوا اسلام اباد ويل چې په افغانستان کې پټ دى |
د بلوچستان د قومي سياست وال او د دغه ايالت د جرگې پخوانى غړى مير بالاچ مري له پاکستاني امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوى دى . دا خبره د بالاچ مري کورنۍ بي بي سي ته کړې ده . دوى هغه ځاى ياد نه کړ چې دغه پېښه پکې شوې ده . د بالاچ مري ورور گزن مري بي بي سي ته وويل هڅه به يې دا وي چې د نواب اکبر بوگتي په څير يې د جنازې مراسم له دوى پټ نه وي . ځينې نا تاييد شوي رپوټونه ښيي چې د بالاچ مري د وژنې پېښه د ډيورنډ کرښې ته نژدې د پاکستان په خاوره کې شوې ده . پخوا اسلام اباد ادعا کوله چې بالاچ مري په افغانستان کې پټ شوى دى او له هغه ځايه په بلوچستان کې د پاکستان پر ضد پوځي هلې ځلې کوي .
|