BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:21 گرينويچ 2007 ,17 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان دوه خپلواک تلوېزيونونه وتړل
يو له تړل شويو تلوېزيونونه څخه Geo خصوصي چينل دی
يو له تړل شويو تلوېزيونونه څخه Geo خصوصي چينل دی
ددوه مخکښو تلوېزيوني چينلونو ((جيو)) او((اې ار واى)) خپرونې په پاکستان کې په ىشپړ ډول تړل شوي دي.

ددغو چينلونو کيبلي خپرونې هغه مهال تړل شوې وې چې کله جنرال مشرف بيړنى حالت اعلان کړ.

خو دغو دوه چينلونو کولى شول چې په دوبۍ کې د سپوږمکۍ له لارې بهر ته خپرونې ولري.

اوس ددوبۍ چارواکو دغو دواړو ټلويژوني چينلونو ته امر کړى چې پر سپوږمکۍ خپلې خپرونې ودروي.

خوابدو خبريالانو په کراچۍ کې لاريون پيل کړى چې د هغه څه په وړاندې احتجاج وکړي چې د ولسمشر پرويز مشرف د مخامخ فشار له امله ددوه ټلويژوني چينلونو بنديدل بلل کيږي.

په همدې ترڅ کې له اسلام اباد څخه راپورونه وايي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جان نيگرو پونټې د پاکستان د پوځي واکمن پرويز مشرف سره کتلي دي.

د امريکا د متحدو ايالاتو دې وتلي استازي دبيړني حالت له اعلان وروسته دپاکستان د کړکيچ په اړه د امريکا انديښنې جنرال پرويز مشرف ته څرگندې کړي دي.

سياستوال وايي چې ښاغلي نيگروپونټې بيړني حالت د پاى ته رسولو لپاره يوغښتلى پيغام ورساو.

د جمعې په ورځ د امريکا دې وتلي استازي داپوزيشن له مشرې او پخوانۍ لومړۍ وزيرې بينظير بوټو سره وليدل.

جنرال پرويز مشرف وويل هيواد به يې تر هغې خوندي وي چې پوځ په واک کې پاتې شي .

ولسمشر پرويز مشرف له دې وړاندې بي بي سي ته وويل که د جنورۍ د مياشتې ټول ټاکنې په خوندي توگه ترسره نشي حالات به نور هم کړکيچن شي او اټومي وسلې به غلطو لاسونو ته ولويږي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت