BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:38 گرينويچ 2007 ,23 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
همګټو هيوادونو دپاکستان غړيتوب وځنډاوه.

مشرف
مشرف د نوامبر د مياشتي په ٣ نيټه په يوه تلويزوني وينا کې وويل د پاکستان روان بحراني حالت نوموړى دې ته اړ ويست چې بيړنى حالت اعلان کړي.
د پاکستان دغړيتوب ځنډيدل د دغه هيواد د ولسمشر جنرال پرويز مشرف له لورې د بېړني حالت د اعلانيدوپه غبرگون کې ترسره کيږي.

دغه پريکړه په يوگاندا کې د دغې ټولنې د وزيرانو د کاري ډلې تريوې ناستې وروسته وشوه.

د همګټو هيوادونو د ټولنې مشر (ډان مکينن) وويل د پاکستان غړيتوب به ترهغه ځنډيدلى وي چې په دغه هيواد کې ولسواکي او دقانون حاکميت بيرته خپل تير حالت ته نه وي راگرځيدلي.

هغه وويل که څه هم د پاکستان حکومت د روانو کړکيچنو حالاتو په اړه يو څه پرمختک کړى خوبيا هم دغه هيواد د همگټو هيوادونو له بنسټيزو سياسي ارزښتونو سره په ټکر کې دى.

دغې ټولنې وار له مخه پاکستان ته يو شمير شرطونه وړاندې کړي و چې په کې د دغه هيواد د روانو ټولټاکنو په ترڅ کې له پوځې دندې څخه د ولسمشرپرويز مشرف گوښه کيدل او د سياسي فعالانو بيرته ازاديدل هم شامل و.

په همدې ترڅ کې د پاکستان د حکومت يوتن لوړ پوړي چارواکې د همګټو هيوادونو پر پريکړې خواشينې ښودلې.

دغه چارواکي وويل په پاکستان کې روان بيړنى حالت به د دغه هيواد د کورنيو غوښتنو له مخې پاى مومي نه د باندنيو فشارونو په ترڅ کې.

د پاکستان سترې محکمې وار دمخه د ولسمشر پرويزمشرف پر مخ پرتې هغه حقوقي ننگونې چې په کيدونکو ټولټاکنو کې د ده د بيا ولسمشر کيدو مخنيوى کوي له منځه وړي.

په تيرو څو ورځو کې شاخوا ٣٤٠٠ سوه هغه سياسي فعالان چې د ولسمشر پرويز مشرف له لورې په پاکستان کې د بيړني حالت تر اعلانيدو وروسته نيول شوي و بيرته آزاد شوي دي.

پښيماني:

د دغه هيواد د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى اتل او د تحريک انصاف په نامه د يوسياسي گوند مشر عمران خان پاکستان ته د امريکا د باندنيو چارو وزات مرستيال (جان نيکرو پونټې) دسفر په ترڅ کې له څو ورځيني بند وروسته بيرته آزاد شو.

د همگټو هيوادونو د وزيرانو کاري ډلې ويلي په پاکستان کې د بيړنيو حالاتو او روانو سياسي کړکيچونو د له منځه وړلو په اړه وروستي بدلونونه کافي نه دي بايد مشرف د دغه حالاتو د له منځه وړلو لپاره تر دې ډير څه وکړي.

که څه هم د همگټو هيوادونو د ټولنې مشر(ډان مکينن) وايي چې د پاکستان د غړيتوب ځنډيدل د ټولنې د ٥٣ غړو هيوادونو د پريکړې پايله ده خو،په کمپالا کې د بي بي سي خبريال(پيټربيلس) وايي چې له دې پريکړي سره يو شمير اسيايي هيوادونو خپل مخالفت څرگند کړى.

په واشنگټن کې ميشت د اسلام اباد سفير محمد علي دراني بي بي سي ته وويل پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې په دغه هيواد کې بيړني حالت ته ډير ژر دپاى ټکى کيږدي.

خو په وينا يې دغه کاربايد دکورنيو غوښتنو په پام کې نيولو سره ترسره شي له بهر څخه د فشار او زور له لاري نه.

له سره د بيا کتني پلان:

دا لومړى ځل نه دى چې د همگټو هيوادونو په غونډه کې د پاکستان غړيتوب ځنډول کيږې.

په ١٩٩٩ زيږديز کال کې کله چې جنرال پرويز مشرف د يوې پوځي کودتا په ترڅ کې نواز شريف له څوکۍ ليرې او ځان يي واک ته ورساو هم د پاکستان غړيتوب د همگټو هيوادونو په غونډه کې ځنډول شوى و.

لومړی ځنډيدل په ٢٠٠٤ زيږديز کال کی له منځه يوړل شول.

د برتانيا د باندنيو چارو وزارت مرستيال (ډيويډ ميلبينډ) وويل همگټو هيوادونو دغه پريکړه د خپگان د څرگندولو دپاره کړې نه د غوصي او قهر له مخې.

ښاغلي ميلبنډ هيله وښوده چې ياده شوې ټولنه به ډير ژرپاکستان ته يوځل بيا د غړيتوب هرکلى ووايي.

پوځي تاوتريخوالى:

کله چې جنرال پرويز مشرف په پاکستان کې بيړنى حالات اعلان کړ او د دغه هيواد اساسي قانون يي وځنډاوه ځو ورځې وروسته هم د دغې ټولنې وزيرانو له مشرف څخه د بيړني حالت د پاى ته رسيدو،د ولسواکۍ د بيرته را ګرځيدو او د قانون د بيا پلي کيدوغوښتنه کړې وه.

هغه مهال جنرال پرويز مشرف د خپلې دغې پريکړې ننگه کړې وه او ويلي و چې دغه گام يي د پاکستاني ولس د ملي گټو دخوندي ساتلو پرموخه پورته کړى دى.

مشرف همدارنگه د بيړني حالت د اعلان څخه د ننگې کولو په تړاوو ويلي و چې پاکستان د ترهگرو له لورې له يوخطرناک بحران سره مخامخ دى.

مشرف د نوامبر د مياشتي په ٣ نيټه په يوه تلويزوني وينا کې وويل د پاکستان روان بحراني حالت نوموړى دې ته اړ ويست چې بيړنى حالت اعلان کړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت