|
پرويز مشرف:بله مياشت بيړنى حالت ختموم | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف ويلي دي چې هغه به په هيواد کې بيړنى حالت بله مياشت د ټول ټاکنو په درشل کې پاى ته ورسوي . هغه دغه اعلان له هغې وروسته وکړ چې د ملکي ولسمشر په توگه يې لوړه وکړه . ښاغلى مشرف د سخت سيمه ييز او نړيوال فشار لاندې دى چې له ټاکنو وړاندې قانون پلى اوبيړنى حالت پاى ته ورسوي . دملي ټلويژون له لارې پرويز مشرف په هيواد کې د بيړني حالت ننگه وکړه . هغه پاکستانيانو ته وويل چې دا به له ده سره د ولسواکۍ د ورانولو له دسيسې څخه د پاکستان د ژغورنې او د اسلامي اورپکۍ په وړاندې جگړه کې مرسته وکړي. هغه قاضيانو ته ورگرځيدلى وو چې دده د ولسمشرۍ ټاکنه يې ناقانونه وگرځوله .ده بيړنى حالت اعلان کړ چې هغوى گوښه کړي .
اوس ده په خوندي توگه دبل پړاو لپاره د ولسمشر په توگه لوړه وکړه ، ښاغلى مشرف دېته چمتو دى چې قانون بيا واکمن کړي . هغه هيله لري چې مخالفې ډلې تير وخت هير کړي او په ټاکنو کې گډون وکړي . ((اوس زه غواړم چې بيړنى حالت د ډسمبر پر ١٦ نيټه پاى ته ورسوم.اجازه راکړئ چې ټاکنې پرروښانه لار برابرې کړم.په ډيرې روښانه لار. ټاکنې به د جنورۍ پر ٨ نيټه ترسره کيږي او هغه خلک چې د پريکون خبرې کوي هغوى به په دې ټاکنو کې بشپړه ونډه اخلي .)) دا هغه څه دي چې د ښاغلي مشرف لويديځوال متحدين يې غوښتنه کوي ، دوى رڼې ټاکنې غواړي چې په ازاد ډول ترسره شي. خو دې ټکي ته په پام سره چې ولسمشر مشرف د نيمايي هيواد قاضيان گوښه کړي دي او دوى لا هم د هغه اخيستل شوي گامونه ردوي . وکيلانو احتجاج روان ساتلى دى او غوښتنه کوي چې قضايي ځواک دې بيا خپل حالت ته ستون شي. او د شپږو گوندونو مخالفه ټلواله چې پخوانى لومړى وزير نواز شريف هم په کې دى پريکړه کړې ده چې له ټاکنو سره پريکون وکړي. | ورسره تړلي نور خبرونه مشرف د ولسمشرۍ نوې دوره پيل کړه29 نومبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||