BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:48 گرينويچ 2007 ,29 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مشرف د ولسمشرۍ نوې دوره پيل کړه
مشرف په دوديزو ملکي کالو کې د لوړې پرمهال
ولسمشر مشرف د لوړې مراسمو ته د خپل پخواني يونيفورم پرځاى په توره دوديزه شېرواني جوړه کې څرگند شو.
د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف د ولسمشرۍ د دويمې دورې لوړه کړې ده، دا ځل د يوۀ ملکي واکمن په توگه.

مشرف د اسلام اباد د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د لوړې په مراسمو کې وويل دا د پاکستان لپاره يوه تاريخي ورځ ده او د دغۀ هېواد د ولسواکۍ پر لورې يو خورا مهم گام دى.

ولسمشر مشرف د سياسي پخلاينې لپاره غږ وکړ او ټينگار يې وکړ چې پارلماني ټاکنې به له مهالوېش سره سم په جنوري کې ترسره شي.

مشرف د چهارشنبې په ورځ له گڼو نړيوالو او کورنيو فشارونو وروسته د پوځ له مشرۍ څخه استعفا وکړه.

خبريالان وايي په داسې حال کې چې څلور اوونۍ مخکې لگېدلى بېړنى حالت روان دى، ولسمشر مشرف به په راتلونکو اوونيو کې له لاسختو ننگونو سره مخامخ وي.

ژمن يم چې د پاکستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون ساتنه او دفاع به کوم... لوى څښتن دې راسره مرسته او لارښوونه راته وکړي.''

پروېز مشرف د اوکتوبر په لومړيو کې د پارلمان او ايالتي شوراگانو لخوا د دويم ځل لپاره د ولسمشر په توگه وټاکل شو، خو د پوځ په يونيفورم کې دغو ټاکنو ته د مشرف کانديدۍ سختې نيوکې او لانجې راوپارولې.

د بېړني حالت د لگېدلو لامل هم په اصل کې همدغه لانجه وه. اوس عام باور دا دى چې ولسمشر مشرف بېړنى حالت ځکه اعلان کړ چې د سترې محکمې مشر او نور قاضيان گوښه کړي ځکه هغوى نژدې و چې د مشرف ټاکنه ناقانونه اعلان کړي.

ولسمشر مشرف د لوړې مراسمو ته د خپل پخواني يونيفورم پرځاى په توره دوديزه شېرواني جوړه کې څرگند شو.

مراسم د پاکستان په ملي سرود او د قرآن کريم په تلاوت پيل شول. بيا د ولسمشر وار و چې په دې ټکو يې لوړه وکړه: '' ژمن يم چې د پاکستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون ساتنه او دفاع به کوم. '' او په دې يې پاى ته ورسوله چې: '' لوى څښتن دې راسره مرسته او لارښوونه راته وکړي.''

له لوړې وروسته ولسمشر مشرف د خپلو دوو لويو سياسي سيالانو، بېنظير بوټو او نواز شريف، د ستنېدنې هرکلى وکړ او هغه يې د سياسي پخلاينې لپاره گټوره وبلله.

مشرف ته د هغۀ له لورې نوي ټاکل شوي قاضي القضات عبد الحميد ډوگړ لوړه ورکړه.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت