|
ولسمشر مشرف د پوځ له مشرۍ استعفا وکړه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف يوه ورځ مخکې له هغۀ چې د بياولسمشرکېدو لوړه وکړي د پوځ له مشرۍ څخه استعفا کړې. په يوې غونډه کې چې د پوځ په مرکز کې په راولپنډۍ ښار کې جوړه شوې وه او پر تلوېزيون ژوندۍ خپرېده، جنرال مشرف خپل پوځي ځايناستې جنرال اشفق کياني ته د يوځ سمبوليکه ډنډه په لاس کې ورکړه چې په رسمي توگه د پوځ مشرۍ ورته وسپاري. ولسمشر مشرف په خپلې وروستۍ وينا کې چې له ولولو ډکه وه وويل پوځ د پاکستان ژغورونکى دى. جنرال مشرف به سبا د ولسمشرۍ د دويمې پنځۀ کلنې دورې لوړه کوي. دۀ مخکې ژمنه کړې وه چې په ٢٠٠٤ کې به د پوځ له مشرۍ څخه لاس اخلي، خو هغه مهال يې دا کار په دې پلمه وځنډاوۀ چې پاکستان په داسې حال کې چې د اورپکو له گواښ سره مخامخ دى د پوځ کوټلې مشرتابه ته اړتيا لري. د ښاغلي مشرف يوۀ وياند وويل سره له دې چې هغه به د پوځ له مشرۍ لاس واخلي، خو ولسمشر به د دولت د مشر په توگه د پاکستان د ټولو وسله والو ځواکونو اعلى قومندان وي. ولسمشر مشرف همدارنگه څه باندې درې اوونۍ مخکې په هېواد کې بېړنى حالت لگولى چې اوس هم پرځاى دى. | ورسره تړلي نور خبرونه جنرال مشرف : روانه اوونۍ پوځ پريږدم26 نومبر, 2007 | نړۍ مشرف: پارلماني ټاکنې به په جنوري کې کېږي11 نومبر, 2007 | نړۍ مشرف خپل پوځي ځايناستى ونوماوۀ02 اکتوبر, 2007 | خبرونه مشرف به د پوځ له مشرۍ 'لاس واخلي'17 سپتمبر, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||