|
مشرف خپل پوځي ځايناستى ونوماوۀ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف د پوځ د مشرتوب لپاره خپل ځايناستى نومولى دى. د پوځ وياند وحيد ارشد بي بي سي ته وويل اشفق پروېز کياني به د ښاغلي مشرف پرځاى د پوځ مشرتوب پرغاړه واخلي. ولسمشر مشرف ژمنه کړې چې که د راتلونکي شنبې په ورځ دويم ځل ولسمشر وټاکل شي مخکې له دې چې د ولسمشرۍ لوړه وکړي د پوځ له مشرتوبه به لاس واخلي. ښاغلي کياني له ٢٠٠٤ کال تر تېرې مياشتې پورې د پاکستان د پوځي استخباراتو، آى ايس آى، ادارې مشري پرغاړه لرله. د پوځ نوى مشرتابه په متحدو ايالاتو کې له نژدې څخه څارل کېږي ځکه واشنگټن مخکې پر پاکستان فشارونه زيات کړي چې په ترهگرۍ ضد جگړه کې ډېر څه وکړي. په کراچۍ کې د بي بي سي خبريال محمد الياس خان وايي ښاغلى کياني وروسته له هغه د ولسمشر مشرف د باور وړ سړى شو چې د ٢٠٠٣ کال په پاى کې يې د دۀ د وژلو دوه هڅې يې وپلټلې او يو شمېر شکمن کسان يې محاکمې ته برابر کړل. د پوځ د نوي مشرتابه نومونه په داسې وخت کې کېږي چې په پارلمان کې د مخالف لورې په لسگونو غړو استعفاوې ورکړې. دوى د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ښاغلي مشرف پر بيا کاندېدو نيوکه کوي. ډېرى غړي چې استعفا يې ورکړي د متحده مجلس عمل په نامۀ د اسلامپال ايتلاف او د نواز شريف په مشرۍ د مسلم ليگ گوند کسان دي. دا د اپوزېسون لومړنۍ هڅه ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې بې مانا وښيي. | ورسره تړلي نور خبرونه مشرف:ولسمشرۍته مې ځان نومولى دى27 سپتمبر, 2007 | خبرونه د پاکستان د مخالفو گوندونو مشران ونيول شول23 سپتمبر, 2007 | خبرونه د پاکستان پوځ د وسله والو تر گوزارونو لاندې19 سپتمبر, 2007 | خبرونه مشرف به د پوځ له مشرۍ 'لاس واخلي'17 سپتمبر, 2007 | خبرونه نواز شريف يې 'سعودې ته ولېږۀ'10 سپتمبر, 2007 | خبرونه محکمې د ولسمشر نظر د شريف په برخه کې ونه مانۀ23 اگست, 2007 | خبرونه د پاکستان او لويديځ اړيکي فشارونه او ستونزې25 جولاى, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||