BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:16 گرينويچ 2007 ,27 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مشرف:ولسمشرۍته مې ځان نومولى دى

مشرف
تر اوسه مالومه شوې ده چې مشرف بهپه دې ټاکنو کې د پيپلز گوند د کانديداو دقاضيانو د کانديد له سختې سيالۍ سره مخامخ شي
په پاکستان کې د ولسمشرۍ په ټاکنوکې د برخې اخستلو لپاره د جنرال پرويز مشرف
د ټاکنو پاڼې د انتخاباتو د کميسون مشر ته سپارل شوي دي.

د پروګرام له مخې د ولسمشرۍ ټاکنې به د اکتوبر په ٦ مه نېټه کيږي ، په پاکستان کې د ولسمشرۍ موده ٥ کاله ده.

جنرال مشرف په خپله د انتخاباتو کميسون ته حاضر نه شو او د نوموړي د ټاکنو پاڼې د لومړى وزير شوکت عزيز په مشرۍ د واکمن مسلم ليګ ق) او د اتحادي ډلو مشرانو داخل کړې.

د واکمن مسلم ليګ ډلې عمومي سيکرټر مشاهد حسين سيد هيله څرګنده کړه چې جنرال مشرف به يو وارې بيا ولسمشر منتخب شي ځکه چې واکمنې اواتحادي ډلې يې ملاتړ کوي .

د جنرال مشرف د ولسمشرۍ موده د نومبر په ١٥ مه نېټه پاى ته رسيږي او د قانون ترمخه د ولسمشرۍ نوې ټاکنې ١يا ٢ مياشتې وړاندې کول ضروري دي.

د جنرال مشرف د ټاکنو پاڼې په داسې حال کې داخل کړى شوي چې ستره په محکمه کې د جنرال مشرف له خواپه انتخاباتو کې برخه اخستل په دې دليل چېلنج شوي دي چې پوځي افسر په سياست کې د برخې اخستلو اهل نه دى.

امکان دى چې ستره محکمه د پنجشنبې يا د جمعې په ورځ پريکړه اعلان کړي.

مخالف کانديدان:

د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د قانوني وکيلا نو له خوا د سترې محکمې يو پخوانى قاضي وجيهه الدين احمد او د مخالف پېپلز ګوند له خوا د ډلې مشر مخدوم امين فهيم کانديدان ټاکل شوي دي.

د قانوني وکيلانو کانديد وجيهه الدين احمد د ټاکنود پاڼو له داخلولو وړاندې وويل چې ټول اولس يې تر شا ولاړ دى .

ده وويل که چيرې ټاکنې د عامو خلکو د رايو پر بنسټ نېغ په نېغه وشي نو جنرال مشرف به له ماتې سره مخامخ شي.

د پاکستان د قانون ترمخه د لوې جرگې ، مشرانو جرگې او د څلورو ايالتى اسمبلو غړي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رايو د ورکولو جوګه دي.

د انتخاباتو له کميسون سره د ولسمشرۍ د ټاکنو پاڼې په داسې حال کې داخل شوي دي چې اسلام آباد ته تلونکې لارې د عامو خلکو په وړاندې تړل شوي دي .

آزادو ټيلويژني چېنلونو ته هم اجازه نه وه چې د انتخاباتو د کميسون مرکز ته دننه ورشي.

قانونى وکيلا نوپه ټول هېواد کې د جنرال مشرف له خوا په انتخاباتو کې د برخه اخستلو په ضد د عدالتونوپريکون کړى دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
پرويز مشرف له ننگونو سره مخامخ دى
07 سپتمبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت