BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:11 گرينويچ 2008 ,16 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
قبايلو کې د توغنديو بريد ١٧ کسان وژلي

توغندى
ځايي خلک وايي توغندي بې پېلوټه امريکايي الوتکو توغو لي دي خو د دې خبرې پخلى نه دى شوى
د پاکستان دولتي تلويزيون د يکشنبې په ورځ ( د کب ٢٦ د مارچ ١٦ ) اعلان کړى دى چې د ډيورنډ کرښې ته نژدې په يوۀ بريد کې ١٧ کسان وژل شوي دي .

د رپوټونو ترمخه د سويلي وزيرستان په سيمه کې دغه بريد يو کور ويجاړ کړى چې ښايي اورپکې پکې ديره و .

د پاکستان د پوځ وياند تر وروستيو رپوټونو پورې لا ويل چې د دغه خبر د نورو جزيياتو په لټه کې دى .

ځايي خلکو ويل چې گڼ شمير توغنديو واڼې ته نژدې په يوۀ کلي کې د ځايي قبايلو يو کور په نخښه کړ .

واڼه د سويلي وزيرستان مرکز دى . ځايي خلک په دې باور دي چ له طالبانو سره تړاو لرونکي وسله وال کسان دغلته اوسيدل او اورپکو دغه سيمه کلابنده کړې وه چې له کاڼو گټو يې مړي ايستل .

د ځايي خلکو په وينا دغه بريد يوې بې پېلوټې امريکايي الوتکې ترسره کړى دى خو د دغې خبرې رسمي پخلى لا تر اوسه نه دى شوى .

په دې وروستيو کلونو کې څو ځلې امريکايي ځواکونو د پاکستان په قبايلي سيمه کې د طالبانو او القاعدې په شکمنو ځايونو توغندي توغولي دي.

خو امريکايي او پاکستاني چارواکي د دغه ډول بريدونو پخلى ډير کم کوي ځکه چې دغه رنگ بريدونه په سيمه کې خلک نه خوښوي .

ځکه چې دغه ډول بريدونه د پاکستان پر خاورې تيرى بلل کيږي او کله نا کله پکې بې وزلي خلک هم وژل کيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت