|
په وزيرستان کې طالبانو پر پوځي کلا بريد کړى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان په قبايلي سيمه سويلي وزيرستان کې په سلگونو وسله والو طالبانو پر يوې پوځي کلا باندې بريد کړى چې لږ تر لږه اتۀ سرتېري يې وژلي. له بريد وروسته د پاکستان د پوځ شل نور سرتېري نادرکه شوي هم دي. دا په پاکستان کې د ځايي وسله والو طالبانو لخوا يو تر ټولو لوى بريد دى چې حکومتي ځاى په نښه کوي. پوځ وايي شاوخوا څلوېښت بريد کوونکي هم وژل شوي دي، خو خپله طالبان دا ادعا ردوي. بريد تېره شپه افغان پولې ته نژدې د سويلي وزيرستان په سراروغه کلا باندې شوى. وسله والو طالبانو دغه کلا د لنډ مهال لپاره ونيوله. دوى وروسته له هغه کلا ته ور ننوتل چې په شاوخوا ديوالونو کې يې توغندي وچاودول. په قبايلي سيمه کې دا نښته وروسته له هغه کېږي چې په وروستيو کې د پوځ او پاکستاني طالب قومندان بيت الله محسود تر منځ شخړې زياتې شوې دي. حکومت ښاغلى محسود د بېنظير بوټو په وژنه هم پړ بولي، خو هغۀ دغه پړه رد کړې ده. | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستان:بېنظير بوټوالقاعدې وژلې ده29 دسمبر, 2007 | نړۍ د وزيرستان په بريدونو کې بيا پوځيان وژل شوي13 دسمبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||