|
پاکستان : ٩٠ اورپکې مو وژلي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستاني پوځ وايي د دىو ځواکونو د سويلي وزيرستان په قبايلي سيمه کې په دوو جلا پېښو کې شاوخوا ٩٠ اورپکې وژلي دي . د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال اطهر عباس وويل پوځانو شاوخوا ٦٠ اورپکې هغه مهال ووژل چې پر يوې کلا يې د بريد چمتووالى کاوۀ . ٣٠ کسه نور هغه وخت ووژل شول چې د پوځيانو يوۀ کاروان ته يې کمين نيولى و . د دغو ادعاو د سپيناوي لپاره خپلواکې سرچينې تر اوسه نه دي موندل شوي . ځايي خلکو په وزيرستان کې بي بي سي ته ويلي دي چې له دغو پېښو نه دي خبر شوي او نه يې څه ليدلي دي . خبريالان وايي اورپکي اوس په ښکاره د افغانستان پولو ته نژدې پاکستاني پوځ ننگوي . د چارشنبې په ورځ پاکستاني پوځ ويل چې په سلگونو اورپکو په سره روغه سيمه کې پر يوې کلا چپاو وکړ ، تر يوۀ وخته يې ونيوله او اووه تنه نيمه پوځي سرتيري يې ووژل . له هغۀ بريده وروسته گڼ شمير نور پوځان ورک شول . | ورسره تړلي نور خبرونه په وزيرستان کې طالبانو پر پوځي کلا بريد کړى16 جنوري, 2008 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||