|
کړکيچ اداره: په پاکستاني پوځ فشار پکار دى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کړکيچ نړيواله اداره ظاهرآ په دې گومان ده چې گواکې طالبان د وينا او خبرو په جگړه کې بريالي دي . دغه اداره په خپل اوږدۀ رپوټ کې ليکي چې وسله وال طالبان اوس افغانانو ته د خپل پيغام د رسولو لپاره له بيلا بيلو او پېچلو لارو کار اخلي. د رپوټ په وينا وسله وال طالبان له ويبپاڼې ، مجلې ، شپې پاڼو ، ډي وي ډي ، کسيټې او ان د گرځنده ټيلې فونونو له ليکليو پيغامونو گټه اخلي . په دغو خبرو کې د رپوټ په وينا وسله وال طالبان ځانونه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر ضد د جهاد زيږينده بولي . ځانونو ته مشروعيت ورکوي او خپل ځواک پياوړي گڼي . د کړکيچ د نړيوالې ادارې په وينا د وسله والو طالبانو ډير مطالب په پښتو ژبه خپريږي خو نړيواله ټولنه چې په پښتو نه پوهيږي نو په دغه ډول ډيرو خبرو نا خبره پاتې کيږي . د کړيکيچ نړيواله اداره د ولسمشر کرزي حکومت ته مشوره ورکوي چې د اطلاعاتو مخه دې نه نيسي بلکې ولس ته دې پر وخت لا ډير معلومات ورکړي . د ملکي کسانو د وژنې د ادعاو په څير پېښو کې دې ژر ځواب ووايي او د نيول شويو مخالفينو محاکمې دې ښکاره وکړي . د کړکيچ اداره د ولسمشر کرزي حکومت ته دا مشوره هم ورکوي چې د هغو کسانو له بخښنې دې لاس واخلي چې قانون ماتوي . په دغه ډول کسانو کې که لوړ پوړي چارواکي هم وي بايد د خپلو جرمونو له امله محاکمه شي . د کړکيچ اداره په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو ته سلا ورکوي چې د پاکستان پر پوځ دې فشار واچوي چې د طالب پلوه اورپکو او هغو افغان باغي ډلو له خوشالولو لاس واخلي چې د پاکستان له خاورې فعاليت کوي . رپوټ دا سپارښتنه هم کوي چې د کابل او په اسلام اباد کې د خلکو په رايو د راغلي حکومت ترمنځ بايد د خبرو اترو له لارې د مسايلو حل وهڅول شي . پر بهرنيو ځواکونو دا ټينگار هم شوى چې يوازې له بهرنيو خبريالانو سره تماس ونه لري بلکې له ځايي ورځپاڼه ليکوونکو سره هم اړيکي ټينگې کړي . ځايي ژبې دې زده کړي ، د ملکي کسانو د وژنې په څير پېښو کې دې بشپړه پلټنه ترسره کړي او دا دې يقيني کړي چې پړۀ کسان به محاکمه کيږي . رپوټ مرستندويانو ته په دې مشوره پاى ته رسيږي چې په افغانستان کې دې د قضايي اصلاحاتو پر ترسره کولو ټينگار وکړي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||