|
ځانمرگي بريد درې پاکستاني پوځيان وول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغه بريد نن (چهارشنبه، د لړم، ٢٢ ، د نومبر ١٢) د پېښور په شب قدر سيمه کې شوى، چې په کې درې تنه پاکستاني پوځيان وژل شول شوي، خو ځايي خلک د يوۀ ولسي وگړي د وژل کېدو ادعا هم کوي . پاکستاني چارواکو ويلي له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځيانو له مرکزه بهر چاودېدلى دى . په بريد کې د لسو نور عامو وگړو او پوځيانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى . تېره ورځ د پېښور ښار صدر بازار ته څېرمه هم يو ځانمرگى بريد شوى، چې په کې يوازې څلور کسان ټپيان شوي دي . دا په داسې حال کې ده، چې په سوات کې د پاکستاني پوځيانو په عملياتو کې د اتو اورپکو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى . په نښته کې يو پاکستانى پوځي هم وژل شوى ا ودوه نور ټپيان دي . ځايي چاروکو ويلي چې د سوات په کبل او زوړه کليو کې په تېرو څو ورځو کې د پوځيانو او اورپکو ترمنځ نښتې روانې دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||