BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:39 گرينويچ 2008 ,22 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سوات: د ماين چاودنې ١٣ پوځيان وژلي دي
په سوات کې پاکستاني پوځيان
دغه چاودنه د سوات د سرچينې په چوک پر پاکستاني امنيتي ځواکونو شوې ده.
تېره شپه ناوخته په سوات کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو د گاډو يو کاروان روان و، چې د سړک د غاړې ماين يې له رسېدو سره سم چاودلى دى .

سيمه ييز خلک وايي دغه چاودنه د ريموټ کنټرول له لارې شوې ده، تېره شپه د درېيو پوځيانو د وژل کېدا خبر ورکړل شوى و، خو نن سهار بيا په سيمه کې ژورنالېستانو ويلي چې له پېښې وروسته ډزې هم شوې او ځينې پوځيان تښتول شوي دي .

خو سهار بيا ځايي خلکو ويلي وه، چې د چاودنې پرځاى د ١٣ کسانو مړي پراته دي .

داسې ويل کېږي چې دغو ځواکونو ډوډۍ (راشن) د سرچينې له سيمې شاډېرۍ سيمې ته د پوځيانو لپاره وړله، چې د سرچينې په چوک کې پرې چاودنه وشوه .

پاکستاني طالبانو د چاودنې پړه پر خپله غاړه اخيستې ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت