BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:19 گرينويچ 2008 ,30 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان : په سوات کې ٣٠ اورپکي وژل شوي
پاکستاني اورپکي
په دې وروستيواوونيو کې د پاکستان شمال لوېديځ ايالت امنيتي وضعيت مخ په خرابېدو دى .
دغه خبره د پاکستان د پوځ يوه وياند کړې ده . د وياند په وينا، اورپکي هله ووژل شول، کله چې تېره ورځ جمعه د پاکستان پوځ د هوايي ځواک په مرسته په سوات کې د اورپکو پر پټنځايونو او مرکزونو بريدونه وکړل .

سوات د وسله والو اورپکو او پاکستاني پوځ ترمنځ له جگړې مخکې د سيلانيانو ځاى و .

پاکستاني چارواکو د اگست پر ٢٣ ويلي وو، چې په سوات دره کې يې وسله والو ته څو (کمين) نيولى، چې په پايله کې ٣٥ وسله او تر هغه وروسته په نښته کې څلور پوليس وژل شوي دي .

د روانې اگست مياشتې پر ١٨ د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف له استعفا وروسته په قبايلي سيمو کې ډېر شمېر اورپکي وژل شوي دي .

طالبانو گواښ کړى و، که چېرې د پاکستان پوځ د دوى پر ضد خپل پوځي عمليات ونه دروي، دوى به هم خپلو بريدونو ته دوام ورکړي .

دغو اورپکو ډلو تر اوسه درې ځانمرگي بريدونه کړي، چې پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه په يوۀ کې يې ٦٧ کسان ووژل شول .

د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د شمال لوېديځ ايالت په بنو ښار کې د ماين چاودنې نهه کسان ووژل، چې موخه يې د بنديانو د لېږدولو موټر په نښه کول په گوته شوي وو .

سوات
د پاکستاني اورپکو او پوځ ترمنځ له جگړې وړاندې سوات د سيلانيانو د ساتېرۍ ځاى و.

بنو له افغانستان سره گډه پوله لري، چې وخت ناوخته اورپکي پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي .

په دې وروستيواوونيو کې د پاکستان شمال لوېديځ ايالت امنيتي فضا پر اړدوړ اوښتې ده .

افغان حکومت او امريکا وايي چې په دغو سيمو کې د وسله والو طالبانو او د القاعده ډلې د جنگياليو پټنځايونه دي .

د پاکستان نوې ادارې له پاکستاني طالبانو سره د اوربند يوه پرېکړه هم لاسليک کړې وه، خو داسې ښکاري چې له دواړو جنگي غاړو ورخ اوبو وړى او پر خپلو کړيو ژمنو نه دي ولاړ .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت