BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:35 گرينويچ 2008 ,26 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د امريکا کونسله له وسله وال بريده روغه ووتله
پېښور
په دې وروستيو کې په پاکستان کې اورپکو خپل بريدونه ډېر کړي دي .
د پوليسو سيمه ييز مشر اشرف خان رسنيو ته ويلي آغلې لين ټريسي د امريکا کونسلگرۍ ته پرلاره وه، چې ناڅاپه وسله والو سړک بند او د دې پر موټر يې بريد وکړ .

ښاغلى خان وايي :'' ناپېژانده وسله وال کس د دې د لنډکروزر ښيښه ماته او پر دې يې د کلاشينکوف ډزې وکړې، خو دې ته په کې زيان ونه رسېد. ''

دى کونسله د ذرې ضد موټر کې سپره وه، چې له بريده وروسته بېرته شاته ولاړه او په رېشکا کې سپره شو، چې بيا وروسته په رېشکا هم ډزې وشوې او چلوونکى يې سخت ټپي شو .

له هغه وروسته کونسلې لنډه خبري وينا کړې او ويلي دي چې : '' نن سهار په پېښور کې امنيتي پېښه وشوه، چې موخه يې د امريکا کونسله او د کونسلگرۍ درې کارکوونکي ول . په بريد کې چاته کوم زيان نه دى اوښتى، يوازې موټر څه ناڅه ژوبل شوى، د پېښې په اړه مو له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې . ''

يوه بل پاکستاني چارواکي، چې د نامۀ له اخيستلويې ډډه کړې، ويلي چې له امريکايۍ کونسلې سره د موټر چلوونکى او امنيتي کس هم وو.

آغلې ټريسي په پېښور کې د امريکا د کونسلگرۍ يوه تکړه ډيپلوماټه ده. په پېښور کې د وسله والو بريدونه تر پخوا زيات شوي دي .

پېښور
پاکستاني چارواکي وايي له دوو اوونيو راهيسته د دغو عملياتو په اوږدو کې تر ٥٠٠ ډېر خلک وژل شوي، چې ډېرى يې اورپکي دي .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپله وينا کې دغه پېښه غندلې او ويلي دي چې د امنيت په برخه کې به اوچت گامونه پورته کړي :

'' د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د ټولو ډيپلوماټانو د امنيت د خوندي کولو په موخه تر خپل وس پورې گامونه اوچت کړي دي . ''

پاکستان له افغانستان سره گډه پوله لري او په په پېښور ښار کې شاوخوا ٢،٥ ميليون خلک مېشت دي، چې نژدې ١.٧ يې افغان کډوال دي ، چې د ١٩٧٩ او ١٩٨٩ کلونو ترمنځ د شوري يرغل پرمهال راکډه شوي دي .

د دې ډول بريدونو پړه معمولآ د وسله والو طالبانو پرغاړه وراچول کېږي، چې دوه اوونۍ وړاندې په سوات کې پاکستاني پوځونو د پاکستاني اورپکو پروړاندې خپل عمليات پيل کړل .

د روانې مياشتې په لومړيو کې پاکستاني پوځ د باجوړ په قبايلي سيمه د القاعده او طالب اورپکو پروړاندې هم عمليات پيل کړي وو.

پاکستاني چارواکي وايي له دوو اوونيو راهيسته د دغو عملياتو په اوږدو کې تر ٥٠٠ ډېر خلک وژل شوي، چې ډېرى يې اورپکي دي .

تېره ورځ پاکستان د طالب اورپکو پر يوه ستر گوند 'د پاکستان د طالبانو تحريک' پر گوند بنديز ولگاوۀ او د دوى بانکي حسابونه يې منع اعلان کړل .

په پېښور کې نننى بريد پر داسې مهال شوى، چې تېره ورځ وسله والو په بډه بېره کې يوه ښوونځي ته اور ورته کړ .

همدارنگه تېره اوونۍ په دغه ښار کې د پوليسو پوسته د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغله، چې په کې يو پوليس ووژل شو او دوه نور ټپيان شول .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت