BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:15 گرينويچ 2008 ,19 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پاکستان لوى درستيز کابل ته تللى

د پاکستان لوى درستيز جنرال اشفاق کياني
د پاکستان د وسله وال پوځ لوى درستيز جنرال اشفاق کياني ددغه هيواد د پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف له استعفا نه نژدې ٢٤ ساعته وروسته افغانستان ته سفر وکړ.
افغان حکومت د ښاغلي کياني راتگ د افغانستان، پاکستان او ناټو ترمنځ د هغه کمېسيون په ناسته کې د گډون لپاره بولي چې په هرو څو مياشتو کې جوړېږي .

جنرال اشفاق کياني د پاکستان د پوځ له مشرۍ نه د پروېز مشرف له لرې کېدو وروسته ددغه هيواد لوى درستيز شو او دا يې افغانستان ته لومړى سفر دى.

د پاکستان د وسله وال پوځ لوى درستيز جنرال اشفاق کياني ددغه هيواد د پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف له استعفا نه نژدې ٢٤ ساعته وروسته افغانستان ته سفر وکړ.

که څه هم ددغه سفر په اړه افغانستان ته د هغه له رارسېدو وړاندې څه نه و ويل شوي.

خو د افغان ولسمشر وياند همايون حميد زاده په کابل کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې دغه سفر له وړاندې تنظيم شوى و او موخه يې د هغه درې اړخيز کميسيون په غونډه کې گډون دى چې د افغانستان، پاکستان او ناټو د پوځي استازيو ترمنځ په هرو څو مياشتو کې يوځل جوړېږي.

ياد شوى نظامي کميسيون چې له څو کلونو راهيسې جوړ شوى، د گاونډيو افغانستان او پاکستان هيوادونو او په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو ترمنځ د امنيتي، نظامي او استخباراتي همکاريو په موخه غونډې کوي.

د چارواکو په وينا د کميسيون ډېرى غونډې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د طالبانو د تگ راتگ د مخنيوي او همدارنگه په قبايلي سيمو کې د جنگياليو د شتون او د هغوى د مرکزونو د له منځه وړو په اړه راڅرخي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي، جنرال کياني د بگرام پوځي اډه کې د افغانستان او پاکستان د امنيت په اړه له افغان لوى درستيز جنرال بسم الله خان او په افغانستان کې د ناټو پوځونو له قوماندان جنرال مکرنن سره خبرې اترې وکړې.

افغان ملي دفاع وزارت هيله ښيي چې ياد شوى سفر به د دواړو هيوادونو په اړيکو پر داسې مهال چې د پاکستان پخواني ولسمشر چې يو وخت د پوځ مشر و او اوس يې له خپلې دندې استعفا ورکړې، ښه اغېز وښندي.

ورسره تړلي نور خبرونه
پروېز مشرف استعفا ورکړه
18 اگست, 2008 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت