|
پروېز مشرف استعفا ورکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د دوشنبې په ورځ (د اگست ١٨) خپل ملت ته د وينا پرمهال د دغه هېواد د ملي تلويزيون د ژوندۍ خپرونې له لارې له خپلې دندې استعفا اعلان کړه . ښاغلي مشرف وويل دغه پرېکړه يې له خپلو حقوقي سلاکارانو او نژدې سياسي ملاتړو سره له سلا مشورې وروسته د پاکستان د خلکو په خاطر کړې ده . ده د خپلو مفصلو تلويزيوني وينا په پاى کې وويل : '' د خلکو د گټو په خاطر، زه نن له خپلې دندې استعفا ورکوم او خپله راتلونکې د پاکستان خلکو ته سپارم، پرېږدئ چې زما په اړه خلک قضاوت وکړي .'' پروېز مشرف چې پوره نهه کاله وړاندې په پوځي جامو کې د پاکستان د ولسمشرۍ په څوکۍ کښېناست، نن دوشنبه (د اگست ١٨) له يوې احساساتي وينا وروسته د پاکستان خلکو ته داسې وويل : '' د خداى پامان پاکستان، پاکستان دې ژوندى و او خداى دې پاکستان وساتي .'' ښاغلى مشرف د پاکستان په تاريخ کې لومړنى ولسمشر دى، چې له خپلې دندې استعفا ورکوي .
د ښاغلي مشرف د استعفا له اعلانېدو سره سم د کراچۍ د اسعارو په بازارونو کې په سلو کې څلور لوړوالى راغى . رپوټونه وايي د مشرف د استعفا سره سم د پاکستان په يو شمېر ښارونو کې خلک واټونه ته راووتل او د خوښۍ نڅاگانې يې کولې . '' خلکو ته ٤٤ کاله خدمت ' د پاکستان گوښه شوي ولسمشر د خپلې تلويزيوني وينا په ترڅ کې وويل ده هڅه وکړه چې د پاکستان د واکمن ايتلاف له لوري پر ده له لگول شويو تورونو نه دفاع وکړي . ده وويل چې ٤٤ کاله يې خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړ، چې په وينا يې هر کال کړى، د خپلو خلکو او پاکستان لپاره يې کړى دى .
ده د خپلو خبر و پرمهال خپل مخالفين تورن کړل چې د پاکستان د ملت او گټو په خلاف خبرې کوي . ښاغلي مشرف وويل: '' زه له خپلو هغو 'سياسي او غير سياسي ملگرو' مننه کوم، چې له ماسره يې په ستونزمنو وختونو کې مرسته کړې ده .'' ده د خپلې تېرې نهه کلنې واکمنۍ پرمهال په بېلابېلو برخو کې له خپلو کړنو دفاع ورکړه . پروېزمشرف د خپلو خبرو په ترڅ کې د هېواد اقتصاد، د پانگونې ډېروالي او د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د ملي مروجې پيسې د اروزښت زياتونې ته اشاره وکړه . همدارنگه د پاکستان ولسمشر د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مخابرواتو پرمختگ ته هم اشاره وکړه .
د پاکستان واکمن گوند تېره ورځ له ښاغلي مشرف نه غوښتي وو، چې د اگست تر ١٨ پورې له خپلې دندې استعفا ورکړي، که نه نو استيضاح ته به راوغوښتل شي . دغه ايتلاف، چې مشري يې د پاکستان د پخواني لومړۍ وژل شوې وزيرې بېنظير بوټو د گوند په غاړه ده، ښاغلى مشرف يې په بې کفايتۍ او له اساسي قانون نه د سرغړاوي په تور تورناوۀ . د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د واکمن گوند غړو تر دې وړاندې ويلي وه ښاغلى مشرف ډېر وخت نه لري . د مسلم ليگ – نواز شريف د گوند يوه چارواکي ويلي : '' پر مشرف ډېر لوى تورونه وجود لري .. . موږ به دغه تورونه لږترلږه تر سې شنبې ورځې پورې اړوندو چارواکو ته وسپارو .'' خو د پاکستان د ولسمشر وياند ويلي وه، چې ښاغلى مشرف به استعفا ور نه کړي او له خپل ځانه به دفاع وکړي . ښاغلى مشرف په ١٩٩٩ کال کې د دولت پروړاندې، د نوازشريف په خلاف د يوې کودتا په ترڅ کې واک ته ورسېد . | ورسره تړلي نور خبرونه مشرف استعفا ورکړه: غبرگونونه18 اگست, 2008 | خبرونه مشرف 'يوه ورځ وخت لري'17 اگست, 2008 | نړۍ پروېز مشرف '' د استعفا نيت نه لري''15 اگست, 2008 | خبرونه د پاکستان ولسمشر ته د ' ايمن الظواهري' پيغام11 اگست, 2008 | نړۍ ''د مشرف استيضاح د پاکستان خپل کار دى ''07 اگست, 2008 | خبرونه د مشرف د استيضاح خبرې په ټپه ولاړې دي06 اگست, 2008 | نړۍ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||