|
د مشرف د استيضاح خبرې په ټپه ولاړې دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
داسې ښکارې چې د پاکستان په حکومت کې د ايتلافي ملگرو خبرې چې د ولسمشر پرويز مشرف د ممکنه استېضاح په اړه وې په ټپه ولاړې وي . په پاکستان کې د دغه سياسي غيرې يقيني حالت با وجود د نوموړي هيواد د بهرنيو چارو وزارت د خپلې لومړنۍ اعلاميې برعکس ويلي چې ولسمشر پرويز مشرف به د جمعې په ورځ بيجينگ کې د المپيک د لوبو د پرانيستو په مراسمو کې گډون وکړي . دغې پوښتنې چې ولسمشر مشرف استېضاح شي يا نه د پاکستان واکمن ايتلاف يې د ماتيدو له گواښ سره مخامخ کړى دى . د پاکستان پخوانى لومړى وزير نوازشريف چې په واکمن ايتلاف کې د دوه عمده ډلو نه د يوې مشري په غاړه لري په شدت سره د دې مخالفت کوي چې ولسمشر پرويز مشرف دې په واک کې پاتي شي . له همدې امله دۀ د واکمن ايتلاف دغه غونډه بللې ده. په پاکستان کې د چارشنبې د ورځې ( د زمري ١٦ د اگست ٦ ) پرمختياوې ډيرې ډراماتيکې وې . داسې ښکاريده چې د ولسمشر پرويز مشرف په وړاندې نوى مخالفت نژدې وهغه دې ته اړ باسي چې د بېجينگ له پلان شوي سفر نه تېر شي . خو د ورځې په وروستيو کې د بهرنيو چارو د وزارت په اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر به له پلان سره سم د جمعې په ورځ د المپيک په پرانيستونکو مراسمو کې برخه اخلي . داسې ښکاري چې په حکو مت کې د ايتلافي ملگرو خبرې هم پرته له دې چې پکې پرمختگ وشي په ټپه ولاړې دي . پخوانى لومړى وزير نواز شريف د غونډې په ترڅ کې يو وخت د هغه خبر له خپريدو وروسته ووت چې ويل کيدل ولسمشر مشرف ښايي د ليرې کړى شويو قاضيانو له ډلې څخه يو شمير لوړ پوړي بيرته په دندو وگماري . ولسمشر پرويز مشرف دغه قاضيان د تير کال په نومبر کې وروسته له هغه له دندو لېرى کړل چې تور يې پرې ولگاوه چې دوى په اجرائيوي چارو کې لاسوهنه کوي . نواز شريف وايي ولسمشر پرويز مشرف د يو شمير لوړ پوړو قاضيانو په بيا گنارلو غواړي چې واکمن ايتلاف په خپلو کې سره وويشي . اوس ولسمشر مشرف بيجينگ ته په خپل سفر غواړي پا کستانيانو ته وښيې چې لږ تر لږه د اوس لپاره دى په خپل ځاى يعنې د ولسمشر په توگه خوندي دى . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||