BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:14 گرينويچ 2008 ,11 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پاکستان ولسمشر ته د ' ايمن الظواهري' پيغام
اىمن الظواهري
په پيغام کې د پاکستان خلک جهاد ته بلل شوي دي .
دا لومړى ځل دى چې د ايمن الظواهري په نامۀ په انگليسي ژبه غږيز پيغام خپرېږي .

په دغه کيسټه کې د القاعده ډلې دويم نمبر غړي ايمن الظواهري ويل چې د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف په دغه هېواد کې د روان کړکېچ او تاوتريخوالي لامل دى، او د ده د گوښه کېدو په اړه د پاکستان د حکومت د نوې ادارې هڅې '' يو طبيعي کار دى'' چې مشرف بايد له خپلې دندې گوښه کړاى شي .

دغه خبرې په يوه ثبت شوې کيسټه کې شې، چې دARY په نامه د پاکستاني تلويزيون له لارې خپرې شوې دي .

الظواهري ويلي پر لال جومات د مشرف له خوا بريد او په هغه کې يو شمېر طالبان وژل کېدل او د امريکا د خوښۍ ترلاسه کولو په موخه مشرف په خپل هېوادکې روان کړکېچ ته لمن وهي، چې دا ټول د ده د گوښه کېدو لامل گرځي .

دغه کيسټه په انگليسي ژبه خپره شوې ده، چې د پاکستان د ولسمشر او نورو پاکستاني چارواکو بېلابېل انځورونه يې وړاندې کړي دي .

په کيسټه کې د پاکستان پر ولسمشر نيوکه شوې، چې د اتوم بم پر پلار عبدالقدير خان يې د 'خيانت کول' بابېزه تورونه لگولي دي، الظواهري وايي چې مشرف دا کار يوازې د لوېديځو هېوادونو د راضي کولو په موخه کړى دى .

په دغه غږيز پيغام کې د پاکستان پر ولس غږ شوى چې جهاد پيل کړي .

په ثبت شوي پيغام کې ويل شوي، دا چې دى په اردو ژبه خبرې نشي کولاى، ځکه يې د پاکستان خلکو ته په انگليسي ژبه خپل پيغام وړاندې کړ .

په پيغام کې راغلي چې پرويز مشرف د امريکا جاسوسي شبکې ته اجازه ورکړې چې پرته له هېڅ وېرې په پاکستان کې خپل فعاليت ته دوام ورکړي .

د امريکا د اف بي اى فډرالي پوليسو د ايمن الظواهري د نيولو پر سر ٢٥ ميليون ډالره جايزه اېښې ده .

تېره اوونۍ د پيپلزپارټۍ په مشرۍ د پاکستان واکمن ايتلافي گوند مشرف له خپلې دندې د گوښه کولو په اړه پرېکړه وکړه .

د مشرف پلويان د روان کال د فبرورۍ په ټاکنو کې پاتې راغلل، خو مشرف لا هم پر خپله څوکۍ ټينگ ناست دى او د پاتېدو هڅه کوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت