|
'' ايمن الظواهري ژوندى دى'' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د القاعده ډلې يوه لوړپوي قومندان او وياند د امريکايي رسنيو هغه ادعاوې ردکړې چې گواکې ايمن الظواهري په بريد کې وژل شوى دى . په امريکا ځينو رسنيو ويلي وه چې د القاعد ډلې دويم لوړپوړى چارواکى ايمن الظواهري ښايي په دې وروستيو ورځو په هوايي بمبار کې وژل شوى وي . د بي بي سي اس نيوز تلويزيوني چينل ويلي وه چې يو داسې شفر لرونکى پيغام يې تر گوتو کړى چې په پاکستان کې له يوه ناڅرگند ځايه لېږل شوى او په بېړنۍ توگه يې د الظواهري د درملنې غوښتنه کړې ده . دغه تلويزيوني چينل ويلي چې دغه پيغام د بيت الله مسعود له خوا لېږل شوي، چې په کې د '' الظواهري د سختو ټپونو او دردونو خبره شوې ده''، چې اوس يې ټپونه '' ميکروبي'' شوي دي . خو د مسعود وياند مولوي عمر ويلي چې :'' موږ دا په ټوليز ډول ردوو.'' د پاکستان پوځي او استخباراتي مسوولينو په هغه راکټي بريد کې د الظواهري په ټپي کېدو ناخبرې ښوولې ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ په جنوبي وزيرستان کې شوى و . بل خوا امريکايي چارواکو هغه هم د دغه بريد په اړه نور جزييات نه دي ورکړي، چې د پاکستان د څارگرې ادارې په وينا په کې د القاعده ډلې د چاودېدونکيو توکيو کارپوه ابوخباب المصري له خپلو پنځو نورو ملگرو سره وژل شوى دى . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||