BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:06 گرينويچ 2008 ,03 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
القاعده: په افغانستان کې مو څلور مشران وژل شوي
د ابو خباب المصري پخوانى عکس
د ابو خباب المصري په سر واشنگټن پنځه ميليونه ډالر اېښي وو.
د القاعده شبکې د انټرنېټ له لارې په يوه خپره کړې پاڼه کې ويلي چې په افغانستان کې يې څلور تکړه قومندانان وژل شوي دي .

دغه وينا د يکشنبې په ورځ د انټرنېټ له لارې ځينو رسنيو ته لېږل شوې ده .

په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د وژل شويو قومندانانو په ډله کې يو د چاودېدونکيو توکيو تکړه کارپوه هم شامل دى ، چې د امريکا له خوايې په تور لېست کې نوم ليکل شوى دى .

د چاوېدونکيو توکيو دغه کارپوه ابو خباب المصري نومېږي، چې واشنگټن يې په سر پنځه ميليون ډالره اېښي وو .

نوموړى د القاعدې د جنگياليو د روزلو دنده هم پر غاړه لرله او د هغې ترڅنگ يې د چاودېدونکيو توکيو د يو ځاى کولو چل نورو ته ور ښوده .

داسې ويل کېږي چې نوموړي په ٢٠٠٠ کال کې د په يمن کې هغو ځانمرگو بريدکوونکو ته ټريننگ ورکړى و، چې په يمن کې يې ١٧ امريکايي پوځيان ووژل .

په دغه پاڼه کې دا هم ويل شوي چې '' المصري يو شمېر داسې نور ماهرين هم روزلي دي، چې د ده ځاى به ونيسي .''

خو په پاڼه کې دا نه دي ويل شوي چ ايا دى او د ده درې نور ملگري قومندانان چېرې او څنگه وژل شوي دي .

په دغه پاڼه کې د تېر جولاى مياشتې ٣٠ نېټه کښل شوې ده او په افغانستان کې د القاعده د لوړپوړي قومندان مصطفى ابو يزيد لاسليک هم ورباندې شوى دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت