|
'' القاعده افغانستان ته لومړيتوب ورکوي '' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په عراق کې د امريکايي پوځ سترقومندان جنرال ډېوېډپټريوس ويلي چې ښايي القاعده د عراق پرځاى افغانستان ته ډېر لومړيتوب ورکړي . ښاغلي پټريوس له اسوشېټېډ پرېس سره په خبرو کې ويلي چې داسې ثبوتونه شته چې افغانستان د عراق پرځاى اوس بهرني اورپکي افغانستان ته خپل جنگيالي لېږي . خو ده زياته کړې ده چې دا په دې مانا نه ده چې اورپکي په عراق کې خپله جگړه پاى ته رسوي، '' خو په ټينگار سره ويلى شو چې اوس د القاعده ډله په عراق کې د خپلې جگړې په نوي تاکتيک کارکوي .' ښاغلي پټريوس ټينگار کړى چې داسې استخباراتي معلومات شته چې وسله وال خپل جنگيالي د افغانستان او پاکستان گډو سرحدي قبايلي سيمو ته لېږي . واشنگټن تل په دې وېره کې دى چې وسله وال له پولې هاخوا افغانستان ته اوړي او هلته د ناامنيو ډېروالي ته لمنه وهي . د امريکا د دفاع وزير رابرټ گېټس لا له وړاندې ويلي وو چې د افغانستان او پاکستان پر گډه پوله به د وسله والو د تگ راتگ په درېدو کې خپلې هڅې جاري وساتي . | ورسره تړلي نور خبرونه 'په عراق کې يرغمل شوي برتانوي خپل ځان وژلى'20 جولاى, 2008 | نړۍ عراقي حکومت ته د سنيانو راستنېدنه19 جولاى, 2008 | نړۍ بهرنيوځواکونو ته تېر جون تر ټولو خونړۍ وه 02 جولاى, 2008 | خبرونه عراقيان امريکايي امنيتي کمپنۍ په شکنجو تورنوي01 جولاى, 2008 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||