|
بهرنيوځواکونو ته تېر جون تر ټولو خونړۍ وه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د رسمې شمېرو ترمخه د د ٢٠٠١ کال راپرېدخوا په افغانستان کې دبهرنيو سرتېرو لپاره تېر جون تر ټولو خونړۍ مياشت وه . يوازې د روان ٢٠٠٨ کال په جون مياشت کې لږ ترلږه په افغانستان کې ٤٥ بهرني سرتېري ووژل شول . دا شمېره تر هغې ډېره زياته ده چې په همدې موده کې په عراق کې بهرني سرتېري وژل شوي ول . د ناټو يوه لوړپوړي قومندان په افغانستان کې د نړيوالو سرتېرو درلودونکو هېوادونو ته ويلي چې په دغه هېواد کې خپل سرتېري زيات کړي . جنرال جان کراډاک په ويانا کې د خپلو خبرو په ترڅ کې ويلي چې په افغانستان کې د دغه پوځي ماموريت لپاره ډېرو څرخکو ته اړتيا وه . په افغانستان کې د ناټو ځواکونو يوه وياند ويلي چې اوسمهال ډېرى بهرني سرتېري په افغانستان کې مېشت دي او له وسله والو سره په عملياتو بوخت دي . خبريالان بيا په دې اند دي چې دا ددې څرگندونه کوي چې سږ کال د طالبانو ځواک تر تېرو کلونو ډېر شوى دى . وسله والو طالبانو په تېره جون مياشت کې د کندهار پر زندان له ځانمرگي بريد وروسته شاوخوا ٩٠٠ زندانيانو ته له زندانه د خپلو پښو سپکولو لاره اواره کړه . له دغه بريد وروسته طالبان په دې توانېدل چې د کندهار يوه مهمه ولسوالۍ د څه مودې لپاره ترخپلې ولکلې لاندې راولي . دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت د ملگرو ملتونو سازمان اعلان کړى و، چې د روان ميلادي کال تر نيمايي پورې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې شاوخوا ٧٠٠ افغان سرتېري او ولسي وگړي وژل شوي دي . دغه شمېره د تېرکال د همدې شپو په پرتله ٦٠ په سلو کې زياته شوې ده . ځينې شنونکي بيا له عراق سره په پرتله په افغانستان کې د دې ډول تلفاتو او مرگ ژوبلو لامل په دغه هېواد او په عراق کې د تاوتريخوالي ډېروالى په گوته کوي . تېره اوونۍ د امريکا د دفاع وزارت په يوه خپاره کړي رپوټ کې وړاندوېينه کړې وه چې ښايي وسله وال طالبان د ٢٠٠٨ کال په اوږدو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړي . همدارنگه په راپور کې راغلي وه چې د افغانستان په ختيځو سيمو کې د طالبانو په بريدونو کې ٤٠ په سلو کې زياتوالى راغلى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو:طالبان سخت جنگېږي خو توان يې لږ دى29 جون, 2008 | خبرونه پنټاگان : افغانستان کې بريدونه ډېر شوي دي 28 جون, 2008 | خبرونه دايتلافي ځواکونو يوه څرخکه رالويدلې ده26 جون, 2008 | نړۍ د ' ايساف درې سرتېري' وژل شوي دي 25 جون, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||