|
ناټو:طالبان سخت جنگېږي خو توان يې لږ دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې ناټو ځواکونو منلې چې طالبان سخت جنگيږي خو دا نه مني چې د تېرو کلونو په پرتله يې توان ډېر شوى دى. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا دفاع وزارت هم په يوه رپوټ کې د طالبانو د کلکې مقابلې خبره کړې ده . يو شمېر افغان کارپوهان ددې ترڅنگ چې په افغانستان کې د طالبانو د بريدونو د ډېرېدو خبره کوي وايي چې امريکا غواړي د طالبانو د پياوړتيا په نامۀ د اوازو اچولو له لارې خپل ملاتړي له طالبانو سره کلکې مقابلې ته راوبولي . د امريکا د دفاع وزارت په رپوټ کې همدارنگه اندېښنه ښودل شوې چې طالبان د پولې هاخوا په پاکستاني سيمو کې اډې لري او هلته پټېږي . په افغانستان کې د طالبانو د بريدونو د ډېرېدو او د هغوى د پياوړتيا په اړه د بېلابېلو لوېديځو رسنيو د رپوټونو له خپرېدو وروسته، د جمعې په ورځ د امريکا د دفاع وزارت هم دغه خبرې تکرار کړې او طالبان يې له جنگ نه نه اوښتونکي جنگيالي وبلل . د پنټاگون په هغه رپوټ کې چې د امريکا کانگرس ته يې وړاندې کړ راغلي چې طالبانو په افغانستان کې خپل بريدونه ډېر کړي او ښايي په روان کال کې يې ددغه هېواد شمال او لوېديځته هم وغځوي . په افغانستان کې ناټو ځواکونه چې له څو کلونو راهيسې له طالبانو سره په جگړه بوخت دي هم مني چې په ٢٠٠١ کال کې د امريکې په لاس په نژدې يوه مياشت کې مات شوي طالبان دا مهال له لسگونه زره بهرنيو او افغان سرتېرو سره د جگړې توان لري. په کابل کې د ناټو وياند مارک ليتي بي بي سي ته وويل چې دا مهال طالبان د بهرنيو سرتېرو په وړاندې د يوه جدي گواښ په توگه ولاړ دي، خو ټينگار کوي چې د تېرو کلونو په پرتله ډېر نه دي پياوړي شوي :
" طالبان سخت زړي دښمنان دي، دوى د خپلو فعاليتونو د پراخيدو په هڅه کې دي،خو زه فکر کوم چې دوى په دغه کار کې نا کامه دي . د طالبانو فعاليتونه يوازې په څو ځانگړو سيمو کې محدود پاتې شوي . هغوى کله ناکله کوچني برياليتوبونه لري خو،نشي کولى دغه برياليتوبونه وساتي . له دې فکر سره کلک مخالف يم چې طالبان دې لاډيرو پوځي برياليتوبونو او اسانتياوو ته لاس رسى ولري،خو تايدووم چې هغوى سخت جنگيږي . " د پنتاگان په رپوټ کې د طالبانو د بريدونو د ډېرېدو ترڅنگ د ډيورند هاخوا د هغوى د پټنځايونو يادونه هم شوې او په دې اړه اندېښنه ښودل شوې ده، دا هغه څه دي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې په کلکو ټکو کې ياد کړل او د دغو پټنځايونو د ځپلو لپاره يې د افغان ځواکونو د مداخلې خبره وکړه . د سياسي او پوځي چارو کار پوه او د افغانستان د کورنيو چارو پخوانى وزير علي احمد جلالي وايي چې ښايي پنټاگون هم ددې لپاره چې پاکستان د پولې هاخوا طالبانو پرضد کوټلي گامونه اوچت کړي پر دغه ټکي ټينگار کړى وي . په افغانستان کې له تېرو اوو کلونو راهيسې افغان او بهرني ځواکونه له طالبانو سره په جگړه بوخت دي. دا جگړه که څه هم په لومړي سرکې د ډېرو په آند دومره ستونزمنه نه وه، خو دا مهال پراخه شوې او زيانونه يې هم ډېر شوي دي . د امريکې د دفاع وزارت رپوټ وروستى سند دى چې ښيي د افغانستان جگړه دامهال د پراخېدو په حال کې ده، خو په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د کورنيو او بهرنيو پوځونو زيانونه د ډېرېدو په حال کې دي، د پنتاگون لخوا د داسې يوه رپوټ خپرول څه مانا لرلاى شي.
د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزى يې لاملونه داسې په گوته کوي : " له دغه رپوټه څو تعبيرونه کېداى شي، يو داچې امريکا غواړي په دې توگه خپل متحدين له طالبانو سره ټينگې جگړې ته راوبولي، بل داچې د افغانستان د دولت کمزورتيا او په هغه کې شته فساد وڅېړي او په پاى کې له دغې لارې امريکا دې ته فکرونه تياروي چې طالبان بېرته په واک کې شريک کړي ." د امريکا د دفاع وزارت رپوټ پرداسې مهال خپرېږي چې په افغانستان کې بهرني پوځونه تر ټولو له زيانونو ډکه مياشت تېروي. يوازې په روانه زيږديزه مياشت کې تر ٢٣ بهرني سرتېري په افغانستان کې مړه او ټپيان شوي دي. دغه زيانونه تر ډېره د طالبانو لخوا د سړک د غاړې د بمونو او ځانمرگو بريدونو په کولو اوښتي چې طالب جنگيالو يې په کلکه د ډېرېدو خبره کړې ده . | ورسره تړلي نور خبرونه پنټاگان : افغانستان کې بريدونه ډېر شوي دي 28 جون, 2008 | خبرونه '' نړيوال ځواکونه دې ولسي خلک نه ځوروي ''28 جون, 2008 | خبرونه بيت الله مسيد : له پاکستان سره خبرې ختموم28 جون, 2008 | خبرونه دايتلافي ځواکونو يوه څرخکه رالويدلې ده26 جون, 2008 | نړۍ څنگه افغان وسله وال ځواک پياوړى کيدى شي 25 جون, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||